13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمداشرف غني د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۸مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني نن د کاپیسا د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

باختر آژانس ته د جمهوری ریاست دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې له جمهوررئیس سره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم ملتیا کوله.

د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي ته له رسېدو سره سم ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د هغه ولایت استازو جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د یادولایت له والي او امنیتي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې یې د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه او په دې برخه کې یې د هغوی د کړنو راپور واورېده.

لومړی د کاپیسا والي عبدالطیف مراد د عمومي امنیتي وضعیت، په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو، د مجرمینو د نیولو او کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ولسي پاڅون کوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسولزي وویل، امنیتي وضعیت تر مدیریت لاندې دی، سره له دې چې د دښمن تحرکات زیات شوي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ مورال او پخپلو منځو کې زیاته همغږي لري.

وروسته د کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل خبرې وکړې او وې ویل، ملي پولیس له اړوندو امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې ښه همغږي لري.

هغه زیاته کړه، ولسي شوراګانې جوړې شوي، په کاپیسا ولایت کې زموږ ټول پرسونل مسلکي زده کړه او روزنه لیدلې او د کاپیسا د پولیسو لیکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب خبرې وکړې او د دښمن د پلانونو د دفع کولو او د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي په برخه کې یې په کاپیسا ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو کړنې وستایلې.

د جمهورررئیس لومړي مرستیال د کاپیسا د امنیت د تامین او جرمونو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او د مجرمینو پېژندلو کې یې د خلکو مرسته مهمه وبلله وې ویل، موږ د ولسي پاڅون جامع طرحې ته اړتیا لرو، خلک د نظام ملاتړي دي، د قومونو ترمنځ شته یووالی باید پیاوړی شي.

هغه زیاته کړه، د کاپیسا ولایت سیاسي قشر دې له یو بل سره په همکارۍ د یووالي په فضا کې د دې ولایت ستونزې حل کړي.

جمهوررئیس غني د هغوی د راپور او یادو وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د کاپیسا له ملکي او نظامي مسوولینو څخه وغوښتل چې د دې ولایت د وضعیت واضح تحلیل ولري، ترڅو له فرصتونو څخه اغېزناکه استفاده وشي.

جمهوررئیس زیاته کړه: هغه څه مو چې په ننګرهار ولایت کې د دښمن د پلانونو او تحرکاتو د دفع کولو لپاره وکړل، په کاپیسا ولایت کې هم هغو ته اړتیا لرو او باید په کاپیسا ولایت کې د طالبانو او نورو تروریستانو د ټولو ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره اهداف وټاکل شي او لا زیاته همغږي رامنځته شي.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې په اړه یادو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې وې ویل، زموږ هدف د کاپیسا د ثبات تامین دی، خلکو ته باید یو ډول خدمات وړاندې شي چې خلک په نظام او مرکزي او ولایتي ادارو کې خپل ځان وویني.

د هیواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، ولسي پاڅونونه دې ډاډ ولري چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ نه جلا کېدونکې برخه ده. همداراز د ولسي تړون طرحه په ټولو ښارونو کې عملي کېږي او ولسوالۍ باید زموږ د قوت پر نقطې بدلې شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو اقداماتو لپاره دې په ولسوالیو کې د خپلو اقداماتو او اړتیاوو واضح راپور ترتیب کړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.