10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني په کاپیسا کې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال  د هغه ولایت لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس ويندوی دفتر معلوماتو له مخې؛
د ولایت مقام په تالار کې په دغه جوړه شوې غونډه کې مشرانو او متنفذینو، علمای کرامو، ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنو استازو حضور درلود، لومړی د کاپیسا والي عبدالطیف مراد پخپلو خبرو کې جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، کاپیسا ولایت د حکومتولۍ، د پوهنې او لوړو زده کړو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او په ادارو کې د ځوانانو شاملولو په برخو کې مخکښ دی.

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زیات کارونه شوي او د خلکو، علماوو شورا او د مدني ټولنو استازي له سیمه ییز حکومت سره همکار دي.

د کاپیسا والي په دې ولایت کې د پروژو له تطبیق څخه په مننې د حکومت په جوړښت کې د کاپیسا د تحصیلي کادرونو د ګومارلو، د صیاد تفریحي پارک د جوړولو او د ارګ عملیاتي واحد ته د هغه د سپارلو، د برېښنا مزو او ټرانسفرمونو د لېږد، د ښوونځیو جوړولو، د ګلبهار صنعتي پارک بشپړولو، د باغ درې برېښنا کار چټکتیا او البیروني پوهنتون ته د پاملرنې په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

وروسته په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازو خدیجه الهام او حاجي حبیب افغان، د کاپیسا ولایتي شورا منشي ملک عبدالعزیز، د کاپیسا ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي میرویس کریمي او د ځوانانو او مدني فعالانو په استازیتوب میرویس بهاوي په مختلفو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

هغوی په مختلفو برخو کې د جمهوررئیس د پلانونو او برنامو د ستاینې ترڅنګ د امنیت تامین او د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي، د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې، په سیمه ییزو ادارو کې د بدلونونو د رامنځته کېدو، د سولې پروسه کې د ښځو د رول زیاتوالي، د زېربنایي او بیارغاونې پروژو تطبیق، د باغ درې بند د کار د پیل، لومړۍ درجې ولایت ته د کاپیسا د لوړولو، د سړکونو جوړولو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو لېږد ته د پاملرنې، د کاپیسا د کانونو مدیریت، ځوانانو ته د کارموندنې، متوازنې بیارغاونې، د علماوو د امنیت تامین او له ځوانانو د ملاتړ زیاتوالي په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ویلو ترڅنګ یې د هیواد په دفاع کې د کاپیسا ولایت د ځوانانو د فعاله برخې اخیستو مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د کاپیسا د سیمه ییزې ادارې ترکیب باید د یووالي لامل شي او دغه اداره باید د دې ولایت د ټولو خلکو هېنداره وي. د حکومت دروازې د خلکو پرمخ پرانېستې دي او د جمهوري ریاست لومړي معاونیت دفتر کې به د هیواد له ټولو نقطو ځوانان وګومارل شي.

امرالله صالح وویل، کاپیسا لوی تاریخ لري او د علم، روزنې او پوهې مرکز دی او د هیواد په خپلواکۍ او ازادۍ کې د دې ولایت د خلکو رول روښانه دی.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، د نننۍ غونډې فضا، د ازادۍ او باورمندۍ فضا ده او دا چې خپلې ستونزې مو په ازادانه ډول بیان کړې، دا د جمهوریت ویاړ دی.

هغه زیاته کړه، جمهوریت موږ له یو بل سره نښلوي، ځکه جمهوریت ښاروند محور او وطندار محور دی.

جمهوررئیس د کاپیسا د شهیدانو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا وکړه وې ویل، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح تر نظر لاندې یو امنیتي تړون په ټولو ولایتونو کې عملي کېږي او په راتلونکو دوو اونیو کې به پر کاپیسا واضح تمرکز وشي.

جمهوررئیس غني د نا امنیو د اصلي سرچینې پر وچولو ټینګار وکړ وې ویل، ولسي پاڅونونه به په کاپیسا او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د نفاق او تفرقې لامل نشي او زه د ولسي پاڅونونو منسوبینو ته وایم چې تاسو راتلونکې لرئ او پر تاسو به پانګونه کېږي.

هغه څرګنده کړه، ټول امنیتي او دفاعي بنسټونه په یو واضح چوکاټ کې راځي او د کاپیسا امنیت د ټولو ولسوالیو د امنیت په معنی دی.

جمهوررئیس ټینګار وکړ چې باید د کاپیسا هره ولسوالۍ په هر اړخیز ډول وارزول شي ترڅو لازم تغییرات راوړو او له هغوی یې وغوښتل چې په یووالي او د اصولو پر اساس خپل وړاندیزونه واضح راوړي.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان ټولې ادارې د ملت جوړونې وسیله ده او د ارګ عملیاتي واحد له لوري د صیاد تفریحي پارک جوړولو وړاندیز مو منظور دی او تګاب روغتون ته به پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ولسي پاڅونونو د هر شهید جنازه او تدفین به په عزت، احترام او ویاړ کېږي او د شهیدانو د وینې او قربانۍ قدر باید وشي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په نظام کې د طالبانو جذب زموږ دنده ده، خو د سولې وروستۍ پرېکړه به خلک کوي. موږ په اجماع او تدبیر د سولې په برخه کې کار کوو او د سولې ظرفیت، مدیریت او اراده لرو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، موږ داسې سوله راولو چې په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پایته رسېدو لامل شي. هغه پر دې په ټینګار چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه او تجهیز زموږ دنده ده وویل، هېڅکله نه پرېږدو چې نور د افغانستان الوتکې د کباړ په ډول په هیوادونو وپلورل شي.

جمهوررئیس د پوهنې وزارت سرپرستې ته چې په دې غونډه کې یې حضور درلود لارښوونه وکړه چې د وزارت د رهبرۍ په کچه او په ټول هیواد کې د ښځینه ښوونکو شمېر په پام وړ ډول زیات کړي.

جمهوررئیس غني وویل: زه غواړم چې افغانستان نور نړۍ ته د سوال لاس اوږد نه کړي او زموږ موخه دا ده چې د انکشاف مالک پخپله واوسو، مالي منابع وساتو او د ضایع کېدو مخنیوی یې وکړو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان د علماوو رول مهم وباله وې ویل، د جوماتونو جوړول دوام لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هیواد په یوه کلیدي وزارت بدلېږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.