05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر
په دغو وروستیو کې په حکومتي چارو کې د ښځو د ونډې په اړه یو شمېر بحثونه راپورته شوي دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
دا بحثونه یا له نیوکو ډک دي او یا هم د هرکلي او ملاتړ له شعارونو. موږ پر دغو بحثونو نه غږېږو؛ خو یوازې دومره باید وویل شي چې دا بحثونه جوتوي چې د افغانستان خلک اوس د هرې پرېکړې په اړه بې تفاوته نه دي او خپل نظر څرګندوي، دا مهمه نه ده چې دا نظریات د مخالفت ښکارندویي کوي او که د ملاتړ؛ مهمه دا ده چې د خلکو سیاسی فرهنګ پرمختګ کړی دی او د مهمو مسئلو په اړه بې تفاوته نه دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ښځو چارو وزارت په وړاندیز پرېکړه وکړه چې په هر ولایت کې به یوه مرستیاله هرومرو ښځه وي. دا لړۍ له لوګره پیل شوه او پرون د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوررییس په منظورۍ رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه. دا مقررۍ به په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.
د افغانستان په حکومتي اداره کې د ښځو کار او ونډه کومه نوې خبره نه ده. دا بهیر د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې پيل شو، بیا یې د ملت بابا او شهید سردار داودخان په واکمنۍ کې او همدارنګه په نورو رژیمونو کې دوام وموند. ښځو په کابینه کې غړیتوب لاره او په نورو دولتي ادارو کې یې هم کار کاوه.
دا واقعیت باید ومنو چې ښځو په تېرو ١٩ کلونو کې هم د ظرفیتونو له پلوه او هم د زده کړو له پلوه ډېر پرمختګ کړی دی. که پخوا به د نجونو زده کړې تر دولسم ټولګې وې او ډېرو لږو به زړه ښه کاوه چې پوهنتون ولولي او یا بهر ته زده کړو ته لاړې شي، خو اوس نجونې د ليسانس، ماسترۍ او آن دوکتوار تر کمچې زده کړې کوي. نن نجونې د افغانستان پر رسمي ژبو سربېره، په یوې او یا دوو بهرنیو ژبو هم لیک لوست کولای شي، نن نجونې له کمپیوټر او انټرنېټ سره بلدې دي او په خپل ورځني ژوند کې ترې ګټه اخلي. همدارنګه نن نجونې د مدیریت پروګرامونه تعقیبوي، په رسنیو کې فعالې دي، په مدني خوځښتونو کې پراخه برخه اخلي، د سولې لپاره کار کوي، په پارلمان کې غوښنه ونډه لري. نن افغان نجونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډو کې ګډون کوي او د افغانستان په استازۍ وینا کوي.
دا ټولې بېلګې جوتوي چې د افغان نجونو او مېرمنو په ژوند کې ژور بدلون رامنځ ته شوی دی، اوس ښځې یوازې په پخلنځي کې پر ډوډۍ پخولو بوختې نه دي او د کور په څلورو دېوالونو کې را ایسارې نه دي، بلکې نن ښځې د سیاسي او ټولنیز ژوندانه په ټولو برخو کې فعاله او رغنده ونډه لري.
د ښځو دغه راز پرمختګ د تایید او ملاتړ وړ دی. ښخو ته باید دا فرصت برابر شي چې د حکومتي چارو په ښه پرمخ بیولو کې خپل استعدادونه او وړتیاوې ښکاره کړي. وروستۍ پرېکړه چې د هر ولایت یوه مرستیاله باید ښځه وي، په حقیقت کې د ښځو لپاره د دغه راز فرصت برابرول دي. پوره باور لرو چې دا کار به د ښځو د ظرفیتونو او استعدادونو په لا غوړولو او ځلولو کې ښه مرسته وکړي.
پاى/ ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.