06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سولې ته د رسېدو لاره ډېره ستونزمنه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
په افغانستان کې اوږدې جګړې ته پای ورکول او سولې ته رسېدل خورا ستونزمن کار دی. سولې ته د رسېدو لاره ډېره سخته، پېچلې او له ډول ډول خنډونو او ستونزو ډکه ده؛ خو موږ باید دا ټول خنډونه لرې کړو، دا لاره ووهو او سولې ته ورسېږو.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
له کلونو راهیسې د سولې په اړه خبرې کېږي. په ۲۰۰۹ کې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه هم جوړه شوه. کال وړاندې د سولې بله مشورتي جرګه جوړه شوه. همدارنکه د سولې عالي شورا هم له ۲۰۰۹ راهیسې رامنځ ته شوه. د نړۍ په یو او بل هېواد کې د ښکیلو خواوو ترمنځ ناستې هم وشوې؛ خو د دغو ټولو هڅو ستره نیمګړتیا دا وه چې منظمې نه وې، د یوې مدونې تګلارې په رڼا کې نه وې او تر ډېره یې د تصادفي ګامونو بڼه درلوده – له یوه تصادفه تر بل تصادفه.
خو له څه مودې راهیسې دغو هڅو منظمه بڼه غوره کړې ده. په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیکه وروسته دغو هڅو او کوښښونو نوی خوځښت موندلی دی. جمهوررییس د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده. همدارنګه د ملي روغې جوړې عالی شورا جوړه شوې ده. هم افغان حکومت او هم طالبانو د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره خپل پلاوي ټاکلي دي.
ویل کېږي چې ټولو لوریو منلې ده چې د خبرو لومړی پړاو به په دوحه کې ترسره کېږي. دا بېلګې جوتوي چې سولې ته د رسېدو لپاره کوښښونه په کور دننه سمون مومي او همغږي کېږي.
همدارنګه په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم کوښښونه د سمون او همغږۍ خواته روان دي. تېره اوونۍ په کابل کې درې انلاین ناستې جوړې شوې، چې په کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازیو ګډون کړی و. په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع ورځ تر بلې پراخېږي او پياوړې کېږي.
له دغو ټولو مثبتو پرمختیاوو سره سره، سولې ته د رسېدو لاره خورا ستونزمنه ده. پوښتنه دا ده چې د دغې لارې د وهلو لپاره کومو اقداماتو او تدابیرو ته اړتیا ده؟
زموږ په اند تر هرڅه وړاندې د یوې هر اړخیزې او رڼې تګلارې جوړولو ته اړتیا ده. په دې تګلاره کې باید د سولې د هر پړاو موخې او هغو موخو ته د رسېدو لارې چارې او وخت پوره روښانه او څرګند وي.
نړیواله تجربه جوتوي چې سولې ته رسېدل درې پړاوونه وهي: له خبرو اترو مخکې پړاو يا خبرو اترو ته د تیاري پړاو، د خبرو اترو او موافقې د لاسلیک پړاو او درېيم پړاو هم د موافقې د تطبیق پړاو دی. دا هر پړاو خپلې ځانګړنې او غوښتنې لري. په تګلاره کې باید د هر پړاو ځانګړې، غوښتنې او موخې جوتې وي. که دغه راز تګلاره برابره شي، نو په هر پړاو کې به د سولې لپاره کوښښونه منظم او روښانه وي. جمهوررییس د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې ده. د همغې طرحې پر بنسټ باید د سولې تګلاره برابره شي او ګام په ګام عملي شي. دغه راز تګلاره سولې ته د رسېدو د ستونزمنې لارې په وهلو کې ښه مرسته کولای شي.
پاى/ ن.ش

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.