05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانو کې د تروریستي برید په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ، نن د سمنګانو په مرکز ایبک ښار کې د طالبانو په تروریستي برید کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول او عامه تاسیساتو ته یې زیان واړوه.

جمهوررئیس غني د دې جنایتکاره او بشر ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل: دغه تروریستي برید دا ښيي چې طالبان لا هم په تاوتریخوالي او د جګړې پر دوام ټینګار لري.

جمهوررئیس زیاته کړه، په مذاکراتوکې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر دوام او د خلکو پر وژلو ټینګار، هغه بده تګلاره ده چې په تاسف سره د طالبانو ډلې غوره کړې ده.

جمهوررئیس یو وار بیا د طالبانو پر ډلې غږ وکړ چې له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د جګړې د پای ته  رسولو او د سولې ټینګښت لپاره د افغانستان د دولت او خلکو او بین المللي ټولنې د سولې غږ هرکلی وکړي. هغه زیاته کړه، د تاوتریخوالي او جګړې زیاتول، د سولې بهیر پرمختګونه زیانمنوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي، ټپیانو ته د لوی الله له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.

- - -

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.