11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په کندز کې ووژل شول

لس طالبان په کندز کې ووژل شول

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر: لس وسله وال طالبان تېره شپه په...

د بلخ مدني فعالانو طالبانوسره د سولې له بهیرڅخه اندېښنه لري

-مزار شریف د زمري ۲۱ باختر په بلخ کې مدني فعالانو...

تخارکې  پنځه کسان د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

تخارکې پنځه کسان د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

- تالقان / د زمري ٢١مه/ باختر په تخار کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نورستان نوي والي دنده پیل کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۳مه/ باختر

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو معين روح الله نيازي نن د نورستان نوی والي عبدالغفور ملکزی د دغه ولايت حکومتي کارکوونکيو او خلکو ته ور وپېژاند.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معلوماتو له مخې؛ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې نیازي د جمهوررییس محمد اشرف غني  حکم ولوست او ډاډ یې وښود چې د ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره به په ټول توان کار وکړي او د ولسونو ستونزو ته به ټولې حل لارې ولټوي.

نیازي د نورستان پخواني والي  حافظ عبدالقیوم له هڅو او کوښښونو هم مننه او قدرداني وکړه.

د نورستان نوي والي وویل; د نورستان د امنیت ټینګښت، د ملي پارک لپاره د لاډیرو پروژو راوړل، په دې ولایت کې د پانګې اچونې لپاره د لاډیرې زمینې برابرول او د ټولو اداراتو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول یې د کار په لومړیتوبونو کې دي.

ملکزي زیاته کړه چې د ولسونو ستونزواو غوښتنو ته د رسیدو په برخه کې به هم کوټلي ګامونه واخلي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.