11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په کندز کې ووژل شول

لس طالبان په کندز کې ووژل شول

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر: لس وسله وال طالبان تېره شپه په...

د بلخ مدني فعالانو طالبانوسره د سولې له بهیرڅخه اندېښنه لري

-مزار شریف د زمري ۲۱ باختر په بلخ کې مدني فعالانو...

تخارکې  پنځه کسان د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

تخارکې پنځه کسان د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

- تالقان / د زمري ٢١مه/ باختر په تخار کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر
د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه، نن مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوري رياست ويندوی معلوماتو له مخې؛
په دې غونډه کې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژۍ د تطبیق پر راپور او د هرات ولایت د ښځو د برابرۍ بنسټ، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعانو په  ګډ لیک بحث وشو.

لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د معیارونو د تطبیق د ټولیز پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې په ۱۳۹۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ د معیارونو یا اهدافو ۹۸ سلنه مو تطبیق کړي او د جینوا کنفرانس لپاره د دې ستراتېژۍ مهمې نقطې په پام کې نیسو.

وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرتریت رئیس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ د مرحله یي تطبیق په اړه هر اړخیز معلومات غونډې ته وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته ټولو هغو دولتي ادارو ته چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ کې شامل دي لارښوونه وکړه چې د دغو معیارونو د عملي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او په اونیز ډول خپل راپورونه د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډو ته وړاندې کړي.

همداراز جمهوررئیس د لوړپوړو دولتي مامورینو او د پارلمان وکیلانو د شتمنیو د ثبت فورمونو ته په اشارې وویل، ژر تر ژره باید لوړپوړي دولتي مامورین  او د پارلمان وکیلان خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

په همدې ترتیب د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا لاندې پرېکړې وکړې:

ـ هرې دولتي ادارې یا خپلواک بنسټ چې دولتي ادارې تفتیش او ارزولي دي باید خپل راپورونه د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي، او باید د راپور ورکولو سیستم او د دغو راپورونو د تطبیق ډول د پلان پر اساس عملي شي چې پروسه شفافه شي.

ـ په راتلونکو درې میاشتوکې باید په کورنیو چارو وزارت کې د څارنوالۍ پرېکړې عملي شي.

ـ د عدلیې وزارت حقوقي برخې او د دولت قضیې باید وارزول شي او هر اړخیزه څارنه یې وشي.

ـ د بازرس عالي اداره دنده لري چې پر لوړپوړو دولتي مامورینو هر تور وارزوي او که چېرې تور ثابت شي باید د مجازاتو اصل په پام کې ونیول شي.

ـ دولتي ادارې دې له اداري فساد سره د مبارزې څرنګوالي په اړه خلکوته عامه پوهاوی ورکړي، په دولتي ادارو کې باید د راپور ورکولو سیستم په واضح او شفاف ډول جوړ شي او هره اداره پر ځواب ویلو مکلفه ده.

وروسته  د هرات ولایت د ښځو برابرۍ بنسټ، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعانو ګډ لیک د یاد ولایت د مدني فعالانو په استازیتوب یو تن غونډې ته وړاندې کړ او په هغه ولایت کې یې د ښځو د ستونزو او د هغوی پر وړاندې د خنډونو یادونه وکړه.

جمهوررئیس د مدني بنسټونو د فعالیتونو ستاینه وکړه وې ویل، ستاسو ستونزې او خنډونه به ډېر ژر حل شي او تاسو ته د قانون د تطبیق او حاکمیت ډاډ درکوم.

د هرات د مدني فعالانو د ستونزو او اندېښنو په اړه د هیواد سترې محکمې او د هرات والي ته دنده وسپارل شوه چې د ښځو ستونزې د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې حل کړي او د قانون حاکمیت تعبیر کړي.

غونډې په دې اړه لاندې پرېکړې وکړې:

ـ د جمهوري ریاست لومړی معاونیت دې هرات ولایت د امنیتي تړون د تطبیق په برخه کې پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي.

ـ قاضي القضات دې په لیک کې د یادو شویو مواردو په اړه د قانون حاکمیت تعبیر شریک کړي.

ـ د هرات ولایت امنیتي مسوولین او ښاروالۍ موظف دي چې د ښځو او مدني فعالانو امنیتي موضوع وارزوي.

ـ لویې څارنوالۍ اداره دې له کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ په هرات ولایت کې د امنیتي برخې همکارانو د ظرفیت او ژمنتیا واضح ارزونه ترسره کړي.

- - -

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.