10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ښارونو کې بریدونه او د سولې بهیر په اړه شکونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
له بده مرغه د هېواد په یو شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی دی. پرون په ایبکو کې زوروره چاودنه وشوه او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. دغه برید یو ځل بیا په لویو ښارونوکې د بریدونو په اړه د خلکو اندېښنې او د سولې بهیر په اړه شکونه راوټوکول.
د باختر آژانس مفسر دغو اندېښنو او شکونو ته کتنه کړې ده او لیکي:
په ایبکو کې چاودنه په داسې وخت کې رامنځ ته شوه چې هم دننه په هېواد کې او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې هڅو او کوښښونو خوځښت موندلی دی. په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې طالبانو دا مکلفیت منلی دی چې په لویو ښارونوکې به بریدونه نه کوي؛ خو پروني برید وښوده چې هغوی دا ژمنه ماته کړه.
د ایبکو چاودنې او همدارنګه د هېواد په ګڼو سیمو کې  نورو بریدونو او جګړو په ټوله کې د دوحې موافقې برخلیک تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د دغې موافقې له مخې باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبانو هم د افغان حکومت زر بندیان خلاص کړي وای، د امریکایي ځواکونو شمېر باید کم شوی وای، تاوتریخوالی هم کم شوی وای او په څو ورځو کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي وای، خو له بده مرغه د موافقې دا او نور بندونه په بشپړ ډول نه دي عملي شوي.
د بندیانو په خلاصون کې پرمختګ شوی دی، د امریکایي ځواکونو شمېر هم تر یو بریده لږ شوی دی؛ خو تاوتریخوالی نه دی کم شوی او د افغانانو ترمنځ خبرې نه دي پیل شوي.
دا او ورته نورې ګڼې بېلګې جوتوي چې د سولې موافقې په اړه شکونه شته. د ځینو په اوړو کې شګه ده. د افغانانو ستره غوښتنه دا ده چې تاوتریخوالی کم شي، جګړه توده نه شي او مرګ ژوبله رامنځ ته نه شي. د تاوتریخوالي او جګړې په دوام کې د سولې په اړه خبرې د خلکو باور نه شي راخپلولی، برعکس دغه باور ته زیان رسوي او د کرکې فضا رامنځ ته کوي.
ټول ښکیل لوري باید یوې پوښتنې ته سم او رښتینی ځواب ووایي: آیا دوی په رښتیا هم سوله غواړي؟ او یا هسې په خوله د سولې چغې وهي او نور د جګړې د تودولو لپاره کار کوي؟ که دوی په رښتیا سوله غواړي، که دوی په رښتیا غواړي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، نو بیا دې تاوتریخوالي ته له لمن وهلو ډډه وکړي، جګړه دې ودروي، اوربند که په رسمي او ښکاره توګه نه اعلاموي، په پټه دې رعایت کړي او ګوتې دې د ټوپک له شپېلۍ لرې کړي.
افغانان د سولې تږي دي او اوس یې په زړونو کې سولې ته د رسېدو هیلې تاندې شوې دي، هېڅوک باید دا حق او اجازه و نه لري چې د خلکو په زړونو کې سولې ته د رسېدو دا راټوکېدلي هیلې بېرته مړاوي کړي او هغوی د سولې بهیر په اړه بې باوره کړي. له دې پرته به د جګړې د دوام او افغان وژنې ټول مسوولیت د همغوی پر غاړه وي چې جګړې او تاوتریخوالي ته لمن وهي.
پاى/ ن.ش

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.