13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خلیلزاد: د سمنګانو برید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- وي او اې / د چنګاښ ٢٤مه / باختر
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګانو ولایت کې د وسله والو طالبانو پرونی موټر بم برید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د یادې ډلې د ژمنو خلاف بللی دی.    
پرون دوشنبه د سمنګانو په ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخې ته د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول.
خلیلزاد د چنګاښ په ٢٤مه دغه برید غندلی او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.    
هغه په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي دي: په ځانګړي ډول د وروستیو ورځو او اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، له کوم دلیل پرته یو شمېر افغانان وژل کېږي، د سمنګانو په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو برید د تاوتریخوالي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې اوربند د هدف ترلاسه کېدو خلاف دی. 
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد           د سمنګانو په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو موټر بم برید د نه منلو وړ بللی او زیاتوي چې ورته بریدونه له هغو سره مرسته کوي چې د سولې مخالفت کوي. 
هغه یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي پر کمېدو غږ کړی دی.      
د سمنګانو په ایبک کې د ملي امنیت او ښاروالۍ د ودانۍ مخې ته د موټر بم او ډله ییز برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست. 
د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې به موټر بم او وسله وال بریدونه نه کوي.  
زلمي خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې ده چې د دوحې تړون پر لاسلیک له ۱۵۳ ورځو تیرېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې ده چې په لومړنیو ژمنو ودریږي. 
هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمېدل او له پنځو پوځي اډو څخه ایستل د امریکا متحدو ایالاتو له ژمنو څخه بللي او زیاته کړې ده چې په افغانستان            کې د ناټو ځواکونو په شمېر کې هم کمښت راغلی دی.    
پاى \ ذ                                  

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.