10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل. د جمهوري رياست ويندوي دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې. جنرال مک کینزي وویل: د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي. جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګډ امنیتي مشارکت د پیاوړتیا له امله د هغه مننه وکړه او وې ویل، سوله د افغانستان د خلکو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي. ——

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.