10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي « د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ» سره په ناسته کې وویل د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې؛ د دغې ناستې په پیل کې د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري په غونډه کې د بورډ د غړو له ګډون څخه په مننې سره وویل چې دغه بورډ د ټول‌شمولې او هراړخیزې سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د غږ پیاوړي کولو په موخه د مدني ټولنې د ۷۰ چتري بنسټونو له‌خوا جوړ شوی چې د بورډ ۲۰ غړي یې استازیتوب کوي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د هغوی د مشورو ترلاسه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دي. دې وویل چې دغه بورډ د کمېټې په کچه د شپږو او د مجمع په کچه د دوو ناستو په جوړولو سره خپل کاري مېکانېزم چمتو کړی او د بندیانو د خوشي کولو بهیر او خونړیو بریدونو په اړه یې د خپل دريځ په اړه دوې اعلامیې هم خپرې کړې دي. وروسته د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ غړي بریالي عمرزي د دغه بورډ د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ منسجمول، د خلکو د غږ راټولول او لېږدول، د خلکو د غوښتنو او اندېښنو برجسته کول او د سولې بهیر څارنه، عدالت غوښتنه او ملاتړ د دغه بورډ له مهمو موخو دي. د سوېل لویدیځ زون په کچه د بورډ بل غړي سمېع‌الله حمیدي د دغه بورډ د موخو او کاري اصولو په اړه معلومات وړاندې کړل. فرهاد بهروز د بورډ بل غړي چې د کاپیسا، پروان او پنجشېر د مدني فعالانو په استازیتوب یې خبرې کولې د سولې له بهیر څخه د دغو درېیو ولایتونو د مدني ټولنې بنسټونو د ملاتړ د اعلان ترڅنګ زیاته کړه چې د دغو ولایتونو خلک د تلپاتې او عدالت‌محوره سولې غوښتونکي دي؛ خو دوی غواړي په دغه پروسه کې یې نظرونه او خبرې ځای شي. نوموړي د سولې په بهیر کې د مدني بنسټونو د رښتینو استازو د نه‌ګډون له امله د اندېښنې په څرګندولو سره په دغه بهیر کې د مدني بنسټونو او ځوانانو ونډې ته د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. له شمال ختیځ زون څخه عنایت‌الله خلیق د ټولو زونونو په استازیتوب د تاوتریخوالي ډېروالی د خلکو لویه اندېښنه وبلله او زیاته یې کړه دا چې د سولې راوستل او د شخړو حل د مدني ټولنې د بنسټونو عمده فعالیتونو کې راځي، دغه بنسټونه د سولې‌غوښتنې خبرو اترو په جوړولو سره کولی شي د سولې ټينګښت په برخه کې د دولت نږدې همکار شي. د بورډ بلې غړې رقیې عالمي بلخي د ناستې له ګډونوالو سره د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ غوښتنې شریکې کړې او ویې ویل دا غوښتنې د خلکو له منځه راټوکېدلې دي. د مذاکره‌کوونکي ټیم له لوري د تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د څار د ګډ کمیسیون جوړول، د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو ښکېلول او د مذاکراتو د دواړو لورو له‌خوا د بورډ د مېکانېزم منل هغه موارد وو چې د دغه بورډ د وړاندیزونو په توګه یاد شول. عبدالسلام رحیمي د بورډ له غړو په مننې سره وویل حکومت د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعال حضور او ونډې غوښتونکی دی. رحیمي د سولې بهیر پایلې د حکومت او د مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون د ټولنې د بېلابېلو پاړکو ترمنځ په ټولیز کار او د همکارۍ او همغږۍ د فضا په رامنځته‌کولو پورې تړلې وبللې او ویې ویل چې د سولې په برخه کې واحد او منسجم غږ موږ مطلوبې پایلې ته رسولی شي. نوموړي ټینګار وکړ که د سولې په مذاکراتو کې د ټولو خلکو غوښتنې شاملې وي او د ټولو خلکو استازیتوب وشي بریا به د افغانستان د خلکو وي. د جمهور رئيس ځانګړي استازي یو ځل بیا د خلکو او مدني ټولنې د سولې غوښتنې پر واحد او رسا غږ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مدني ټولنې بنسټونه باید د خلکو غوښتنو ته عدالت‌غوښتنه وکړي. نوموړي همدا راز د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ د جوړېدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د سولې په برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعالیتونو د آسانتیا په برخه کې همکاري کوي. رحیمي په دې په ټنیګار سره چې د مدني ټولنې د بنسټونو په واحد غږ کې باید د کلیو او بانډو د خلکو غږ هم شامل وي وویل چې د سولې د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي. د یادولو وړ ده چې د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ د مدني ټولنې د بنسټونو په وړاندیز په یوه مشورتي ناسته کې چې د مدني ټولنې ۷۰ چتري بنسټونو ونډه لرله جوړ شوی دی.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.