13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نيمروز ميرمنو د سولې په خبرو کې د ښځو دزياتې ونډې غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
په نيمروز کې ښځو او د ښځو د حقوقو فعالانو د سولې په خبرو اترو کې د خپل  زيات ګډون  غوښتنه وکړه .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛  د نيمروز  يوشمېر ميرمنې وايي  چې  دغه قشر په تېرو دوو لسيزو کې  د حکومت  او طالبانو ترمنځ  جګړو کې  زيات زيانونه ليدلي دي او دسولې په خبرو اترو  کې د دوى ګډون کولاى شي  په هېوادکې دايمي سوله تامين کړي .او له حکومت څخه غواړي  چې د سولې په بهير کې  د ښځو ونډه مشخصه کړي .
  دوى وايي:تراوسه پورې  د حکومت په پروګرام کې چې د سولې په خبرو اترو کې د دوى د ګډون  ښکارندوي وي ، نه لېدل کېږي .
په نيمروز کې د ښځو د حقوقو  يوې فعالې مريم قاسمي وايي: که چېرې ښځو ته  ونده ورکړل شي، هغوى کولاى شي خپلې غوښتنې  مخامخ  مقابل لورې سره طرحه کړي .
ميرمن قاسمي زياته کړه:  د ښځو د غوښتنې اوريدل او په بين الافغاني خبرو اترو کې د دغه قشر ګډون  مهم او ضروري دى .  د نيمروز د ښځو  د چارو رييسې  ملالى احمد په دې باور ده  چې بايدد دې لپاره چې  ښځې  په دې بهير کې څرګند رول ولري بايد حکومت  همدا اوس  د سولې په خبرو اترو کې  د ښځو ونډه مشخصه کړي .هغې وويل: چې د نيمروز ښځې  د سولې په خبرو اتروکې  زياته ونډه غواړي اوبايد د سولې په خبرو اترو کې د ښځو لپاره د ګډون ريښتينې زمينه برابره شي .  ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.