13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د المان د نوي سفیر باورلیک ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د المان د نوي سفیر اکسل زیډلر باور لیک ومانه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د سپارلو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شو، جمهورريیس غني د المان سفیر ته د مبارکۍ او په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په لا زیاتې پراختیا ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د المان نوي سفیر اکسل زیډلر وویل، په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتواو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وکړي.# پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.