15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د نېکمرغه لوی اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دزمري ١٠مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته نن سهار د نېکمرغه لوی اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اختر د لمانځه په مراسمو کې پر جمهورريیس سربېره، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، مخکېني جمهورريیس حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس قانونپوه سیدیوسف حلیم، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ريیسانو، د هیواد یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو، د ملي شورا استازو او ملکي او نظامي مقاماتو هم ګډون درلود چې د لمانځه له ادا کولو وروسته یې له یو بل سره د اختر مبارکي وکړه. 
وروسته جمهورريیس غني د رسنیو په حضور کې د افغانستان عظیم ملت ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پرمهال د ملکي او نظامي په ځانګړي ډول په لوګر او قندهار ولایتونو کې د پرونیو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
جمهورريیس زیاته کړه: وطن ته ژمنتیا او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او قرباني د جمهوري نظام د بقا لامل شوي او نن موږ نه یواځې په جنګ، بلکې په سوله کې هم په یو قوي دریځ کې قرار لرو.
هغه سږکال د کرونا ناروغۍ په خاطر د حج فریضې په ادا کولو کې وضع شوي محدودیت ته په اشارې په دغو مراسمو کې د افغانانو په نه ګډون خواشیني وښوده او وې ویل، تر اوسه هم د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ نه دی رفع شوی په همدې خاطر له ټولو وطنوالو غواړم چې د اختر په ورځو کې ټولنیز واټن او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼي چې خدای مکړه د تېر کوچني اختر په څېر دغه ناروغي یو ځل بیا زیاته نه شي.
جمهورريیس په هیواد کې د تلپاتې سولې د برقرارۍ په خاطر د افغانستان حکومت هڅې یادې کړې ويې ویل، د افغانستان حکومت دوه کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره له قیداوشرط پرته د مذاکراتو د پېل اعلام وکړ، دا زموږ د خلکو غوښتنه وه چې زموږ له دغه اقدام څخه د سیمې د هیوادونو او په نړیواله سطحه ملاتړ وشو.
هغه زیاته کړه: موږ د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دوه کاله وړاندې سراسري اوربند اعلام او د اوربند تهداب کېښود چې خوشبختانه زموږ دغه نوښت طالبانو هم ومانه او نن د دریم سراسري اوربند شاهدان یوو.
جمهورريیس غني وویل، سره له دې چې امریکا سره د طالبانو په توافق کې د افغانستان حکومت له طالبانو او دوست هېواد د امریکا متحدو ایالتونو سره هیڅ کوم تعهد نه درلود، خو موږ بیا هم د دې لپاره چې د سولې مذاکرات ژر پېل شي، د طالبانو د غوښتل شوي لېست په اساس د دغې ډلې ۴۶۰۰ زندانیان ازاد کړل.
جمهورريیس د دې په بیانولو سره چې د افغانستان دولت د سولې په خاطر د هر وړوکي مثبت اقدام په مقابل کې څو قدمه مخکې دی، وویل: دا چې طالبانو بیا اوربند ته غاړه اېښې ده، د دې په ځواب کې نن د ښه نیت او د سولې پروسې د چټکتیا په خاطر د طالبانو له راکړل شوي لېست علاوه، د ۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول اعلانوم.
جمهورريیس غني وویل: د طالبانو له لوري په وړاندې شوي لېست کې ۴۰۰ داسې زندانیان  شامل دي چې د هېواد د اساسي قانون او د جزا قانون په اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس له زندان څخه د هغوی د خوشې کولو صلاحیت نه لري. خو دا په دې معنی نه ده چې موږ د دغو زندانیانو د خوشې کولو په هکله منفي ځواب ورکوو. زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم، ترڅو د ولس د استازو په مشوره موږ په دې اړه پریکړه وکړو. هغه له ملي شورا وغوښتل چې د لویې جرګې د جوړولو په خاطر له خپلې رخصتي بېرته کابل ته راستانه شي.
جمهوررئیس زیاته کړه:  دا کار په دې خاطر ترسره کوو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پر وړاندې ټول خنډونه لېري کړي او د اختر تر څلومې ورځې له طالبانو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د بندیانو په بدل کې، ۵۰۰ طالب زندانیان خوشې کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، د امریکا متحدو ایالتونو دوست هېواد بار بار دا ژمنه تازه کړې چې دوی یو ډموکراټیک، سوکاله، سوله ییز، با ثباته او له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان غواړي او له همدغه هدف څخه د پاکستان په شمول د افغانستان  ټولو ګاونډيو هیوادونو هم ملاتړ کړی دی.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا ویروس منفي اغېزو ته په اشارې وویل: غواړم ډاډ درکړم چې د افغانستان حکومت اغېزمنې اقتصادي برنامې تر لاس لاندې لري، ترڅو ژر له دغه وضعیت څخه ووځو او دوباره په ټولو برخو کې د خوځښت شاهدان واوسو.#پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.