15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکۍ پيغامونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني، لوړ رتبه ملکي اوپوځي مقاماتو  اود هېواد د ټولو خلکو په نامه نن هم د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت  د مبارکۍ پيغامونه باختراژانس ته رسيدلي دي .
په پيغامونوکې  د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت  د ښو مبارکيود څرګندولو ترڅنګ  د الله ( ج ) له دربار څخه  د هېواد د مسلمان او ستر ملت لپاره  د دوامدارې سولې سراسري  امنيت اوثبات او د سوکالۍ هېله شوې ده .
دغه راز  په پيغامونوکې  په اوسنيو سختوشرايطو کې په ملي پيوستون ټينګار شوى دى او له وسله والو مخالفينو څخه غوښتل شوي دي چې  له جګړې  او د بې ګناه اوبې دفاع خلکو د وينې له توييدو څخه دې  لاس واخلي  او سولې  ته  چې د الله ( ج ) فرمان دى مخه وکړي .او په هېواد کې جګړې  او ورور وژنې پاى ته ورسوي .
دغه پيغامونه  د يوشمېر دولتي ادارو ، سازمانونو اوسياسي ګوندونو، قومي مشرانو، ټولنيزو سازمانونو، تحصيلي بنسټونو د منسوبينو اود مشرتابه هيئتونه له خوا رارسيدلي دي .     ختم _ ج_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.