23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل  شوي دي

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل شوي دي

کابل/ د تلي٢ / باختر دعامې روغتيا رياست مسوولان وايي د...

 په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /دتلي ٢مه /باختر: په کندز کې په پنځه سوه...

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان  دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دهېواد په ختيح کې دداعش دډلې څلور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې مخې ته پراته خنډونه او د ښکیلو خواوو مسوولیتونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د لوی اختر په ورځو کې هم طالبانو او هم افغان حکومت اوربند کړی و او د خلکو هیله دا وه چې اختر به په خوښۍ، سوله او امن کې تېر کړي؛ خو له بده مرغه په ځینو سیمو کې بریدونه وشول او خلکو ته مرګ ژوبله ورسېده. تر ټولو ستر برید بېګا ماښام په جلال آباد کې پر محبس وشو. طالبانو ویلي دي چې دا برید د دوی کار نه دی. داعش د برید مسوولیت منلی دی. دا چې برید چا کړی دی، دا هم مهمه خبره ده، ځکه عاملین یې باید پیدا شي؛ خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه راز بریدونه د سولې لپاره روان کوښښونه ټکني کوي. دا او ورته نور بریدونه جوتوي چې د سولې خبرو مخې ته څومره ستر خنډونه او حساسیتونه پراته دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
که د سولې دوستان او پلویان ډېر دي، نو مخالفان یې هم لږ نه دي. په ټولو ښکیلو خواوو کې داسې کړۍ شته چې سوله نه غواړي. پر دې سربېره نورې ډلې ټپلې هم شته چې د سولې مخې ته خنډونه اچوي. دوی پوهېږي چې که سوله بسیا شي، نو بیا دوی فعالیت نه شي کولای، ځکه جګړه د دوی لپاره د فعالیت ښه بستر جوړ کړی دی. له دې امله دغه راز ډلې ټپلې په خپل ټول وس او توان کوښښ کوي چې جګړه دوام ومومي او د سولې ټول کوښښونه ناکام شي. د جلال آباد پر محبس برید او همدارنګه نور بریدونه د دغو کړیو کار دی. هر څومره چې د سولې هڅې سمون او خوځښت مومي، همغومره به د دغو کرغېړنو کړیو د سولې ضد کوښښونه هم زور اخلي. دوی به خپل ټول امکانات کاروي چې دا بهیر سبوتاژ کړي. د دوی لومړۍ موخه دا ده چې خلک د سولې پر روان بهیر بې باوره کړي، بې باوري د سولې خبرو د ښه پرمخ بیولو لپاره تر ټولو ستر زیان رسوي.
پوښتنه دا ده چې په دغه راز حالت کې څه باید وشي؟ د ښکیلو خواوو مسوولیتونه او مکلفیتونه کوم دي؟ تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره دا ده چې ټول لوري باید دا واقعیت ومني چې سوله د یو نفر، یوې ډلې او یا یو لوري کار نه دی، بلکې دا د ټولو ګډ کار دی، د ټولو ښکیلو خواوو ګډ مسوولیت دی. کله چې ټول ښکیل لوري سولې ته رسېدل ګډ مسوولیت وبولي، پر یو بل د پړې له اچولو لاس واخلي، نو بیا د ګډ کار لپاره زمینه برابرېږي. اوس درې اساسي لوري دي: حکومت، طالبان او امریکایان. دوی هریو باید خپل مسوولیت وپېژني او هغه په ښه او بشپړه توګه سر ته ورسوي. که کوم لوری کوښښ وکړي چې له مسوولیته اوږه خالي کړي او دا ملامتي پر بل لوري واچوي، نو بیا د سولې وړۍ نه شړۍ کېږي.
موږ باید د ټولو ډلو په اړه یو ښه روښانه تصویر ولرو، چې کومه ډله سوله غواړي او کومه ډله د سولې مخالفه ده. کله چې دغه راز یو روښانه او واضح تعریف ولرو، نو بیا د سولې د مخالفو ډلو ځپل به دومره سخت نه وي. دا هم د درېو پورته یادوشویو لوریو ګډ مسوولیت دی چې باید د  سولې مخالفې ډلې تعریف کړي. هم د دغه راز ډلو په تعریف کې او هم د هغوی په ځپلو کې د ټولو همکارۍ ته اړتیا ده.
ټول لوري باید د سولې خبرو مخې ته پراته خنډونه او حساسیتونه په دقیقه توګه وارزوي او د هغوی د لرې کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.