22 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د درې ګونو قواوو همغږي، د چارو پر مختګ تضمینوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
افغانستان د تاریخ له ډېر حساس او پېچلي پړاوه تېرېږي. په هره برخه کې سترې دندې پرتې دي. د دغو دندو ترسره کول د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ نږدې او اغېزمنې همغږۍ ته اړتیا لري. په تېره بیا د سولې په خبرو کې د حکومت، مقننه قوې او قضاییه قوې ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د ولسواکۍ پراصولو د ولاړ نظام یوه ځانګړنه د درې ګونو قواوو تفکیک دی. کله چې موږ د ولسواکۍ په اړه خبرې کوو، نو تر هرڅه وړاندې د دولت د درې ګونو قواوو تفکیک مطرح کېږي. اجراییه، مقننه او قضاییه قواوې د ولسواک نظام د ملا تیر جوړوي. هره قوه باید په خپلو اجرااتو کې خپلواکه وي، هېڅ قوه د بلې قوې په چارو کې ګوتې نه شي وهلی.
له مستبدو نظامونو سره د ولسواکو نظامونو یو ستر توپير همدا دی چې په مستبدو نظامونو کې ( په سیاسي ترمینالوژۍ کې ګڼ نومونه لري) ټول واک د یو شخص یا یوې ډلې په لاس کې وي، همغه شخص یا ډله هم اجرایي چارې پر مخ وړي، هم تقنیني او هم قضایي؛ خو په ولسواکو نظامونو کې بیا واک وېشل شوی دی او هره قوه خپل واکونه او مسوولیتونه لري: حکومت اجرایی چارې پر مخ وړي، پارلمان قوانین تصویبوي او قضاییه قوه د قوانینو د تطبیق او عدالت د بسیا کېدو مسوولیت لري.
د درې ګونوقواوو تفکیک د مطلق جلاوالي او مطلقې خپلواکۍ مانا نه لري. یانې کله چې د درې ګونو قواوو د تفکیک موضوع مطرح کېږي، نو مانا یې دا نه ده چې ګونې دا قواوې یوه له بلې سره هېڅ راز تړاو او اړیکه نه لري. دا درې واړه قواوې د یوواحد نظام اویو واحد دولت درې ستنې دي. ولسواک نظام پردغو درېو ستنو ولاړ دی. که دا درې ستنې پياوړې او غښتلې وي، نو مانا یې دا ده چې نظام پياوړی او غښتلی دی او که دا ستنې کمزورې وي، نو مانا یې دا ده چې نظام کمزوری دی. که له دغو درې ستنو آن یوه یې کمزورې وي، نو نظام پياوړی کېدای نه شي. که اجراییه قوه کمزوې وي، نو اجرایي چارې په ښه توګه پر مخ تلی نه شي، که مقننه قوه کمزورې وي، نو د تقینین چارې ټکنۍ کېږي او که قضاییه قوه کمزوې وي، نو د قوانینو د تطبیق بهیر په ښه توګه څارل کېدای نه شي او عدالت په ښه توګه بسیا کېدای نه شي.
له همدې امله په ولسواکو نظامونو کې کوښښ دا وي چې د نظام درې واړه قواوې غښتلې اوپياوړې وي، یوه له بلې سره مرسته وکړي، یوه بله غښتلې او پیاوړې کړي او همدارنګه یوه بله څاري او که کومه یوه له خپل اصلي تګلوري انحراف کوي، له هغه انحرافه یې را وګرځوي.
د افغانستان اوسنی نظام د اساسي قانون له مخې ریاستي نظام دی. جمهوررییس هم د اجراییه قوې مشري کوي او هم د دولت د درې ګونو قواوو مشری کوي. افغانستان اوس د تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي، په هره برخه کې ګڼې ستونزې پرتې دي. د دغو ستونزو حل تر هرڅه وړاندې د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
اوس د سولې موضوع او په ځانګړي ډول د بندیانو د خلاصون موضوع مطرح ده او په دې موخه لویه مشورتي جرګه راغوښتل کېږي، دا یوه ستره ملي موضوع ده او د هغې د ښه او معقول حل لپاره د دولت د درې ګونو قواوو همغږۍ، ګډ کار او ګډ دریځ ته اړتیا ده. هیله مو دا ده چې ټول په دغه ستر ملي بهیر کې خپل هېوادنی مسوولیت ترسره کړي.
پای/ ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.