مشرانو جرګې په مشورتي لویه جرګه کې د خپل ګډون په اړه چمتووالی اعلام کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د ملي شورا مشرانو جرګې په نننۍ فوق العاده ناسته کې د مشورتي لویې جرګې په چارو کې د خپل ګډون او ونډې اخیستو په موخه چې د زمري په ۱۷مه د (جمعې په ورځ) په کابل کې جوړېږي، چمتووالی اعلام کړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ دغه ناسته چې د جمهوررییس د روان کال د زمري  ۱۴مې د ۱۱۰۷ ګڼې حکم پر بنسټ او د هغې ناستې په تعقیب چې د مشرانو جرګې اداري پلاوي د زمري په۱۴مه د جمهوررییس او مرستیالانو سره لرله، د ملي شورا د دوبنیو تعطیلاتو په بهیر کې د مجلس د ريیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د رییسانو کمېټې په تالار کې جوړه شوه، په پيل کې د جرګې ريیس او اداري پلاوي د جمهوررییس د ۱۱۰۷ ګڼې حکم او د جمهورريیس او مرستیالانو سره یې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د پرونۍ ناستې د محتوا اړوند حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د اړتیا اړوند هر اړخیز بحثونه وشول او روښانه شوه چې مشرانوجرګه د هېواد د لوړو ګټو، د ملي ارزښتونو د ساتنې او د باعزته سولې د ټینګښت په موخه د حکومت ترڅنګ ده او په هېواد کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت په برخو کې له حکومت سره ګډ کار ته ژمنه ده.
دغه راز د مشرانو جرګې غړیو په دې برخه کې خپل لیدلوري شریک کړل او د رایو په اتفاق یې پرېکړه وکړه چې د مشورتي لویې جرګې په کار کې به ګډون او د هغه څه په اړه چې  د هېواد خېر او ګټې تضمینوي، لازمې پرېکړې وکړي.
پای / ذ

back to top