22 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې میشت د ناروې ه له سفیر شیل تورمود پیټرسن سره  د مخه ښې  ناسته وکړه.

د ملي امنیت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛ په ناسته کې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې په بهیر کې د ناروې له ملاتړه مننه وکړه او په دې تړاو یې د پیټرسن د رول د ستاینې ترڅنګ وویل، چې پیټرسن په خپلې کاري‌ موده کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول لوبولی او نوموړي ته په راتلونکي کې د بریا غوښتونکی شو.

په کابل کې د ناروې سفیر شیل تورمود د ډاکټر محب له ګټورو همکاریو څخه په مننې وویل، چې هیواد یې په راتلونکې کې هم د افغانستان له اسلامي جمهوریت ملاتړ ته ادامه ورکوي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.