جمهوررئیس محمد اشرف غني : سبا نه یوازې تاریخي، بلکې تاریخ جوړونکې ورځ ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۶ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیال انجنیرکمال صافي له جمهوررئیس څخه د جرګې د رابللو له امله مننه وکړه او وې ویل، د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې په څېر به دا هم بریالۍ وي. هغه زیاته کړه، د جرګو ښېګڼه او ویاړ دادی چې لیرې پرتو ولسونو ته هم په ملي تصامیمو کې د ګډون او مالکیت احساس ورکوي.

صافي وویل، موږ به د واحد ملت په توګه په یو غږ او ګډو هلو ځلو د سولې سپېڅلې موخې ته ورسېږو.  هغه وړاندیز وکړ چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پلاوي امنیت ته دې پاملرنه وشي او د ولسي ادرس په توګه دې ورسره دوامدارې اړیکې وپالل شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې منشي ګلالۍ اکبري وویل، افغان ښځې د جنګ اصلي قربانیانې او سولې ته زیاتې لېواله دي. هغې زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا کې دې د ښځو حضور زیات شي او همدارنګه دې جمهوریت، تېرې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه خوندي شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د سولې مشورتي لویه جرګه په ډېر حساس وخت کې چې موږ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې یوو راغوښتل کېږي او په دې کې  د افغانستان د خلکو د ارادې تمثیل او د واحد غږ لرل زیات ارزښت لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون له هلو ځلو څخه په مننې وویل: د وخت کموالي ته په کتو مو په لږ وخت کې د جرګې جوړول ممکن کړل. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې غړو سره به د منظم ادرس په توګه اړیکې او خبرې دوامدارې وي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وویل، سره له دې چې د سولې پروسه خپلې پېچلتیاوې لري، مګرکه خدای کول ژر به پایلې ته ورسېږو او همدارنګه به د ملي مصالحې عالي شورا په برخه کې د شویو وړاندیزونو پر تحقق غور وشي.

هغه زیاته کړه: زموږ یووالی زموږ د بریا ضامن دی او سبا په دې برخه کې لوی ګام اخیستل کېږي او له جمهوررئیس څخه مننه چې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو زمینه یې برابره کړه

جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي ته په خطاب کې وویل: تاسو د افغانستان واقعي بچیان یاست چې په هره سخته کې کلک درېدلي یاست، وړاندیزونه مو معقول دي او د تطبیق لپاره به یې زه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړم.

جمهوررئیس وویل: هر افغان په دې جرګه او د سولې پروسه کې سهیم دی او مالکیت یې  باید ثابت شي، ځکه زموږ لوی قوت په ملي وثیقه ولاړ، زموږ ملي وحدت دی او موږ باید دا وطن وساتو.

د هیواد جمهوررئیس وویل: د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو دوسیې په غور کتل شوي او جدي ستونزې لري چې د اساسي قانون د احکامو په اساس یې ازادول زموږ له واکونو لوړ دي او په همدې خاطر مو ولس او لویې جرګې ته مراجعه وکړه چې زموږ قانونمندي ثابته شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ تګلاره وه او نوي سلنه عملي شوی هم دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی، ځکه ان په سختو شرایطو کې هم د سولې په برخه کې زموږ نیت او اراده ثابته شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل، جرګې تل د وینې بهېدو مانع وي، د ټولنیز نظام ثبات په کې مطرح دی او سخت کار ممکنوي. هغه زیاته کړه، دا د سولې مشورتي لویه جرګه د تېرې هغې تداوم دی.

محمداشرف غني څرګنده کړه: موږ د مذاکراتو په درشل او تاریخ جوړونکي پړاو کې یوو. یو لورته د سولې د تامین فرصت او بل لورته د هیواد پر وړاندې خطرونه موجود دی. د سولې مشورتي لویې جرګې اګاهانه تصمیم زموږ برخلیک ټاکي او دا به د نسلونو په یاد وي.

جمهوررئیس زیاته کړه: د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک باید د سولې مذاکره کوونکي پلاوي، نړۍ او طالبانو ته هم واضح پیغامونه ولري. سبا نه یوازې تاریخي، بلکې تاریخ جوړونکې ورځ ده. داسې روښانه پایلې ته باید ورسېږو چې د ولس د سرلوړۍ لامل شي

 

back to top