23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

کابل / د تلې ٢مه /باختر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند...

په کابل کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دکابل پوليسو نن سهار په کابل ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشورتي لویې جرګې غړي په ستر آزمون کې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د زمري ١۷مه / باختر
د سولې مشورتې لویې جرګې نن په کابل کې خپل کار پیل کړ. د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د جرګې مشر وټاکل شو. جمهوررییس محمد اشرف غني لویې جرګې ته وینا وکړه او د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ته یې اشاره وکړه او د دې موضوع حل یې د لویې جرګې د غړیو واک وباله.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکی:
جمهوررییس په خپلو خبرو کې دا ټکی روښانه کړ چې د طالبانو پاتي ۴۰۰ بندیان جدي ستونزې لري؛ طالبان ټینګار کوي: که د دوی پاتي ۴۰۰ بندیان خوشي شي، نو دوی به په درېیو ورځو کې مخامخ خبرو ته تیار شي او تلپاتي اوربند ته به غاړه کېږدي، خو که دا بندیان یې خوشي نه شي، نو دوی به نه یوازې تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي، بلکې هغه به لازیات کړي. اوس پوښتنه دا ده چې افغانان باید څه وکړي؟ دا روښانه ده چې یو جدي بن بست رامنځ ته شوی دی؛ څنګه باید دا بن بست مات شي او د سولې بهیر وخوځېږي؟
دا د مشورتي لویې جرګې د غړیو مسوولیت دی چې باید د دغه بن بست د ماتولو لپاره خپلې مشورې وړاندې کړي. دا جوته ده چې د دغه بن بست ماتول یوه ملي اړتیا ده. اوس د سولې لپاره هم دننه په هېواد کې او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه ښه فرصت برابر شوی دی.
د سیمې او نړۍ هېوادونه، ملګري ملتونه او نور معتبر نړیوال بنسټونه او سازمانونه د سولې د روانو کوښښونو ننګه او ملاتړ کوي. د امریکې متحدو ایالتونو نن په یوه اعلامیه کې د سولې د روانو کوښښونو او همدارنګه جوړې شوې مشورتي لویې جرګې ملاتړ کړی دی. له دغه برابرشوي ښه فرصته باید پوره ګټه واخیستل شي.
منو چې د طالبانو د پاتي بندیانو د خلاصون موضوع، جنجالي ده او په اړه یې په افغاني ټولنه کې نظرونه او دریځونه سره ویشلي دي. ځیني وایي چې حکومت ۴ زره او ۶۰۰ بندیان خوشي کړل، پاتي۴۰۰ دې هم آزاد کړي؛ نور بیا د دغو بندیانو د خلاصون مخالفت کوي او د ۴ زره او ۶۰۰ بندیانو خلاصون هم اشتباه بولي.
موږ د نظریاتو دغه راز اختلاف منو؛ خو مهمه موضوع دا ده چې موږ باید د هرې پرېکړې ګټه او تاوان په دقیقه توګه وڅېړو. اصلي موخه روښانه او هغه تلپاتې اوربند او د سولې بسیا کول دي. باید د هر هغه اقدام، نوښت او پرېکړې ملاتړ وشي چې هغه اصلي موخې ته په رسېدو کې مرسته کولای شي.
که د دغو پاتي ۴۰۰ بندیانو خلاصون د سولې په بهیر کې رامنځ ته شوی بن بست ماتولی شي، نو بیا خو په کار ده چې د دې پرېکړې ملاتړ وشي او که د دوی خلاصون د بن بست په ماتولو کې مرسته کولی نه شي، نو بیا باید کومه بله لاره ولټول شي.
موږ د خپل ملت پر ډله ییز فکر او تدبیر باور لرو، موږ باور لرو چې افغان ملت د سولې ملاتړ کوي او د سولې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دی. موږ باور لرو چې د مشورتي لویې جرګې غړي به نن او سبا دا موضوع په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړي او بیا به د افغانانو د غوښتنو او لوړو ملي ګټو په رڼا کې د دغې مهمې ملي موضوع په اړه پرېکړه وکړي.
پای/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.