26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې مشورتي لويې جرګې يوشمېر ګډونوال: د طالبانو ملاتړي هېوادونه بايد د آزادو شويو بنديانو ضمانت وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د زمري ١٧مه / باختر
د سولې مشورتي لويې جرګې يو شمېر ګډونوال ټينګار کوي؛ د طالبانو د ٤٠٠ بنديانو د خوشي کولو په بدل کې چې ويل کېږي خطرناک مجرمان دي؛ نړيواله ټولنه              په خاصه توګه د طالبانو ملاتړي هېوادونه بايد ضمانت وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مشورتي لويې جرګې نن په کابل کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه د٣٢٠٠ استازو په ګډون خپل کار پيل کړ.
د طالبانو د ٤٠٠ بنديانو د خوشي کېدو مسئله چې دولت هغوی خطرناک مجرمين بولي؛ په مشورتي لويه جرګه کې به د بحث اساسي مسئله وي.
تراوسه د طالبانو څه ناڅه ٥٠٠٠ بنديان خوشي شوي دي، خو طالبانو د بین الافغاني  خبرو پيل، د دوى د٤٠٠ پاتي بنديانو په خوشي کېدو پورې اړوند بللى دى.
جمهوررييس د لويې جرګې په رابللو، هلې ځلې کوي د بنديانو د خوشي کولو پړه د خلکو په غاړه واچوي او د هغوى مشوري واخلي.
د دغې لويې جرګې يوشمېر غړي وايي چې دا حق العبدي مسئله ده او لويه جرګه باید  د هغې په اړه تصميم ونيسي.
خو د هرات د ولايتي شورا يوه غړې نرګس رضايي چې د مشورتي لويې په کار کې د ګډون په موخه کابل ته راغلې ده؛ وايي: هغه بنديان چې طالبان د هغو پر خوشي کولو ټينګار کوي؛ خطرناکه مجرمان دي، هېڅ تضمين نشته چې دغه جنايتکاران له آزادېدو وروسته خپل شوم تاريخ ته ونه ګرځي. هغوى عادي خلک نه دي، د هغوى آزادېدل  په هېواد کې به امنيتي وضعيت لا پسې پيچلى کړي، آن د سولې بهير به هم اغېزمن کړي.
مېرمن رضايي زیاته کړه چې د دغو بنديانو د خوشي کولو په بدل کې بايد نړيواله ټولنه په خاصه توګه د طالبانو ملاتړي هېوادونه ضمانت ورکړي چې آزاد شوي کسان  په تروريستي فعاليتونو لاس نه پورې کوي او د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.
د کندز مدني فعاله ملالۍ سید او د مشورتي لويې جرګې يوه ګډونواله هم له مېرمن نرګس رضايي سره ورته نظر لري او د طالبانو له ملاتړو هېوادونو څخه د ضمانت پر اخيستو ټينګار کوي.
خو د قندهار د يوه ښوونځي  ښوونکې او په مشورتي لويه جرګه کې ګډونواله آمنه احمدزۍ وايي چې دولت ٥٠٠٠ زندانيان يې خوشي کړل، هغوى هم خطرناکه افراد وو، دا ٤٠٠ نور بنديان دې هم خوشي شي چې د سولې خبرې اترې پيل شي.
سره له دې چې يو شمېر ګډونوال په مشورتي لويه جرګه کې د بحث وړ مسايلو په اړه څرګند نظر لري، په مشورتي لويه جرګه کې داسې ګډونوال هم شته چې اصلا د اجندا او خبرو او پر بحث وړ مسايلو هېڅ خبر نه دي او خالي ذهنه دي.
خو يوه مېرمن چې له مرکزي ولايتونو څخه ده او او د خپل نامه له اخيستو يې ډډه وکړه؛ وايي چې طالبانو زما يو زوى وواژه، بل يې ړوند کړ او درېيم يې ټپي کړ؛ زه په داسې حال کې هغوی بخښم چې هغوى خپلې وسلې پرځمکه کېږدي او له خلکو سره سوله وکړي.
ټاکل شوې ده د لويې جرګې کار چې په کې ٣٢٠٠ تنه ګډون لري،  د پنځوسو کاري کمېټو په جوړولو سره، په کابل کې د درېیو ورځو لپاره دوام ومومي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.