23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل  شوي دي

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل شوي دي

کابل/ د تلي٢ / باختر دعامې روغتيا رياست مسوولان وايي د...

 په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /دتلي ٢مه /باختر: په کندز کې په پنځه سوه...

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان  دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دهېواد په ختيح کې دداعش دډلې څلور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې تامین ته زموږ ژمنتیا او ښه نیت څرګندوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د زمري ۱۷مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د ۴۰۰ طالب بندیانو پر برخلیک د بحث لپاره جوړه شوې، په خپلې  وینا رسماً پرانېسته.

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو، لومړی د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکتر محمد جواد عثماني په تالار کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د روغتیایي تدابیرو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، خوشبختانه کرونا په افغانستان کې نزولي حالت پیل کړی او د کرونا پېښې په کمېدو دي.

وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون رئیس محمد معصوم ستانکزي مشورتي لویې جرګې ته د خلکو د استازو بیارابللو دلایل بیان کړل وې ویل، په دې لویه او تاریخي جرګه کې په ۲۵ کټګوریو کې پر ۷۲۰ خویندو سربېره د ټولو ولایتونو ۳۲۰۰ استازو ګډون کړی، د ملي شورا، ولایتي شوراګانو، ټولنیزو سازمانونو، قومي مشرانو او ځوانانو غړي هم ګډون لري.

هغه د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون او د دې جرګې د جدي امنیتي تدابیرو نیولو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې له جرګې سره په مشوره یوې حللارې ته ورسېږو.

وروسته د مخکینۍ سولې مشورتۍ لویې جرګې رئیس استاد عبدرب الرسول سیاف دجرګې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خدای (ج) دې توفیق درکړي چې د سولې مشورې مو د سولې تامین ته لار پرانېزي او زموږ جګړه ځپلي هیوادوال د سولې او ثبات په فضا کې ژوند وکړي.

استاد سیاف جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو د بنسټیزو او زېربنایي کارونو لپاره زیاتې هڅې کړي، خوپه  هیواد کې وینه بهېدل به مو نوم تلپاتې کړي.

هغه زیاته کړه: د وینې تویول اسانه او ودرول یې مهم او لوی کار دی. له دې لویې جرګې مې غوښتنه  ده، داسې مشوري ورکړي چې سولې ته د رسېدو لاره هواره او خنډونه لیرې کړي.

استاد عبدرب الرسول سیاف وویل: اوس په دولت کې یووالی رامنځته شوی، د سولې چارې په یووالي پرمخ ځي او داښه زېری دی. سوله د خیر کار دی او غواړم چې د مشورتي لویې جرګې مدیریت ډاکتر عبدالله عبدالله پرمخ یوسي

ورپسې جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د استاد عبدرب الرسول سیاف له هڅو د مننې  او ډاکتر عبدالله عبدالله ته د دې ملي وجیبې او خدمت  د مبارکۍ ترڅنګ د نظامي او ملکي شهیدانو روح ته دعا وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړمنو کورنیو سره یې همدردي وښوده.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې د خدای په توکل وینه توئېدل پایته رسوو وویل: دا د ډېر ویاړ ځای دی چې خدای (ج) توفیق راکړ په دې مهمه شېبه کې چې د لویو تصمیمونو نیولو ته اړتیا ده ملت ته مراجعه کوم او د افغانستان لوی ملت په ورین تندي زموږ د دې مراجعې هرکلی او ملاتړ کړی

جمهوررئیس غني وویل، لویه جرګه خوږ او لرغونی سنت دی چې د یو ولسي بنسټ په توګه یې هیواد ته د خیر او ملي مصلحت په مسیر حرکت ورکړی دی. لویه جرګه هغه ځای دی چې په هغه کې خلک د محبت په فضا کې له هر ډول قید او شرط پرته د خپل زړه خبرې کوي او نظام ته خپلې پرېکړې وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، جرګه اخلاقي اعتبار لري، د ارادې ممثل او د افغانستان د خلکو ملي اجماع ده او دې دود په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې جهت ټاکلی دی او په مشوره او د هغو په تطبیق کې خیر او کامیابي ده.

جمهوررئیس د اختریزې ډيپلوماسۍ او د سیمې رهبرانو سره د مهمو او اساسي خبرو په اړه چې محور یې د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو پیاوړتیا وه یادونه وکړه وې ویل، ټول دغه رهبران د افغانستان د خلکو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوي. جمهوریت هغه نظام دی چې په هغه کې ټول ځایېږي او پر جمهوریت سیمه ییزه اجماع شته ده.

جمهوررئیس وویل، د سیمې په څلورلارې د افغانستان بدلول نور  زموږ خوب نه پاتې کېږي.  سږ کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیلېږي. له ترکمنستان څخه د برېښنا لېږد او نوري فایبر شبکې او له تورغونډۍ څخه هرات ته د ریل پټلۍ کار په چټکۍ روان دی او د هرات ـ خواف ریل پټلۍ د پرانېستو شاهدان به واوسو.

هغه زیاته کړه، د لسو کلونو لپاره له اوزبیکستان څخه په ثابتو پنځو سنټو د یو زر مېګاواټه برېښنا لېږد نهایي شوی او ډېر ژر به یې کار پیل شي. د شاتوت بند چې د کابل د څښاک اوبه تامینوي، د دوست هیواد هند په مرسته د نهایي کېدو په حال کې دی. د دغو لویو پروژو تطبیقول پایداره سولې ته اړتیا لري

د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل: د جمهوریت معقول او مفهوم لرونکی سیاست ښیي چې موږ به په سیمه کې د هېڅ حریص او حریصې حلقې ستراتېژیک ژوروالی نه وو، بلکې د ټولو ستراتېژیک دوست  یوو او دغه دوستي به د ګډو ګټو او له کمي او زیاتي پرته د پوهاوي او متقابل احترام پر اساس وي

هغه زیاته کړه: موږ د لا زیاتو دوستانو په لټه کې یوو او د دښمن جوړولو او دښمن رامنځته کولو هېڅ نیت نه لرو. زه ویاړم چې د ستالین له دورې وروسته چې زموږ سوداګریز سرحدونه په فولادي دېوالونو تړل شوي وو، نن منځنۍ اسیا د افغانستان په تر ټولو نږدې دوستانو بدله شوې ده او زموږ لرغونې فرهنګي ـ اقتصادي او تاریخي اړیکې د تازه کېدو او پراختیا په حال کې دي.

جمهوررئیس غني تر سیمې هاخوا د متحدینو د ډېر اصولي دریځ او په افغانستان کې د سولې له برنامې د هغوی ملاتړ او په افغانستان کې له سیاسي حللارې سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د هڅو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې په تړاوو د امریکا متحدو ایالتونو د اعلامیې خپرولو هرکلی وکړ وې ویل: ټاکل شوی هدف دا دی چې په هغه کې ملي اقتدار، ازادي، ملي یووالی، ډیموکراسي او د سولې په پایله کې د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه او پراختیا غښتلې شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، زموږ د ننني بحث اساسات جمهوریت، ملي یووالی، د ولسواک نظام لرل، د اقتصادي او پانګونې فرصتونو منصفانه وېش، د ځواب ویونکي نظام پیاوړتیا او د معنوي او مادي ارزښتونو ساتنه ده چې زموږ د راتلونکې ثبات تضمینوي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: موږ واقعي سولې او ثبات ته اړتیا لرو، افغانستان اړتیا لري چې د حرکت مسیر یې صاف او هوار وي، ترڅو زموږ خلک پخپل ځان او مال ډاډمن وي او خپلو اولادونو ته د ډاډمنې راتلونکې پلانونه او برنامې جوړې کړي. خوشبختانه د هیواد په ټولو ولایتونو کې زموږ اساسي بحث بیارغاونه او پخپلې پانګونې متکي کېدل دي.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې باید دافغانستان د راتلونکي لپاره غښتلي بنسټونه جوړ کړو وویل، تر ننه د سولې لپاره، ما او زموږ تصمیم نیوونکي ټیم، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د افغانستان د ملي امنیت ټیم، په دولت کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون سترې محکمې او لویې څارنوالۍ اصولي او ملي مذاکرات رهبري کړي دي. ډېر اصولي چې په هر ګام کې مو د ملت ګټو ته فکر کړی دی.

محمداشرف غني وویل،، سوله ملي ده او ملي به وي او هېڅکله به د تفرقې لامل نشي. زه ویاړم چې د سوچه او واقعاً افغاني اوربند بنسټګر یم چې په هغه کې خلکو په ټول هیواد کې د اوربند واقعي معنی لمس کړه.  هغه زیاته کړه: نن د دې لپاره راټول شوي یوو چې د مذاکراتو او سولې په نهایي لګښت خبرې وکړو، چې زموږ ملي مصلحت څه شی دی.

جمهوررئیس وویل: هېڅ شی هم له تاسو پټ نه دی او نه به پټ پاتې شي، د سولې مشورتي لویې جرګې ۹۰ سلنه ژمنې مو عملي کړي او نن په دوه لارې کې واقع یوو، په همدې اساس مو بیاځلي ملت ته مراجعه وکړه.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي اسیرانو په بدل کې د طالبانو ۵۱۰۰ بندیانو خوشې کېدو او پاتې۴۰۰ طالب بندیانو ته په اشارې وویل، د امریکا او طالبانو په هوکړه کې موږ طرف نه وو او په هغه کې ویل شوي چې امریکابه هڅه وکړي  تر پنځو زرو د طالب بندیانو د خوشې کولو زمینه برابره کړي. هلته په دقیق ډول پنځه زره بندیان نه دي ذکر شوي، تر پنځو زرو پورې یاد شوي دي او (تر) کلمه په هغه کې ډېره واضح ده.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، اوسمهال طالبان له مذاکراتي خلا څخه په استفادې دغه پنځه زره عدد په پنځه زره مشخصو نومونو او څېرو بدل کړی دی او په دې برخه کې چې موږ کوم ګامونه پورته کړي، سولې ته زموږ ژمنتیا او ښه نیت ښیي.

جمهوررئیس وویل، هغه څه چې زموږ اړوند کېدل د قانون په چوکاټ کې مو ترسره کړي. زموږ اساسي قانون کتابچه نه ده، بلکې زموږ تګلاره، اصول او بنسټ دی چې اباد، ازاد، غښتلی او یو موټی افغانستان  ورباندې جوړېږي.

هغه زیاته کړه: طالبانو ژمنه کړې چې که چېرې دغه ۴۰۰ بندیان خوشې شي، په دریو ورځو کې به له دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي او د مذاکراتو لومړنۍ موضوع به دایمي اوربند ته رسېدل وي. په ورته مهال، طالبانو ګواښ کړی که هغوی خوشې نشي خپلې جګړې او تاوتریخوالي ته به دوام ورکړي او لا به یې زیات کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: موږ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملامتۍ لرې کولو او د اسلام مبارک دین ارشاداتو منلو او دافغانستان د خلکو د سراسري هیلو پوره کولو لپاره لوی او عملي ګامونه اخیستي. بیا هم د بن بست یوې نقطې ته رسېدلي یوو. د دغه بن بست ماتول   له ملت سره له مشورې پرته ممکن نه و، ځکه د جمهوررئیس له صلاحیت څخه بهر دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، د بین المللي ټولنې هیله دا ده چې که تاسو هر څومره ژر تصمیم ونیسئ غوره به وي. هیله ده تاسو نن یا سبا تصمیم ونیسئ ترڅو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: اوس موږ  راټول شوي یو هغه بد خوبونه چې نورو زموږ لپاره لیدلي وو، خاورې کړو او د نظام بنسټونه نور هم غښتلي کړو ترڅو د تاریخ له باطلې دایرې څخه ووځو او واقعي ثبات رامنځته کړو.

جمهوررئیس په دې ټینګار سره چې جمهوریت ډېر لوی لوښی دی او کولی شي تر نن لا زیات ټولمنلی او د ټولو د جذب او یو ځای کولو وړتیا ولري، خو هېڅ ډله او هېڅ ډول بل نظام د جمهوریت د جذب وړتیا نه لري وویل، د مخکینۍ لویې جرګې یوه توصیه د جمهوریت اواساسي قانون ساتنه وه. له ټولو هغو شکونو او خنډونو سره چې نورو رامنځته کړل، اساسي قانون مو تطبیق او ټاکنې مو ترسره کړې

جمهوررئیس وویل، طالبان زموږ د ټولنې یو واقعیت دی او په هیواد کې د ثبات راوړلو لپاره دا زموږ مسوولیت دی چې یوه سیاسي حللاره پیدا کړو او وینه بهېدل ودرو. ستاسو په تصمیمونو او پرېکړو بشپړ باور لرم چې انشاء الله د دې ملت په خیر به وي.

د دې مراسمو په پای کې، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د استاد عبدرب الرسول سیاف له تدبیر څخه په مننې چې مخکینۍ مشورتي جرګه یې په بریالیتوب مدیریت کړه وویل، افغانستان په حساس تاریخي پړاووکې دی او تصمیم او مشوره مو حیاتي ده. انشاء الله ستاسو ټولیز تصمیم به ښه لارښود او په افغانستان کې پایداره سولې ته د رسېدو حللاره وي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون څخه مننه وکړه وې ویل، هغه څه چې په دې پروسه کې زموږ د بریالیتوب ضمانت کوي، زموږ یووالی دی او نن له دې جرګې څخه ټولو سیاسي مشرانو، مدني او د افغانستان د خلکو بنسټونو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د ملي مصالحې عالي عالي شورا رئیس وویل، د طالب بندیانو د برخلیک په اړه زموږ پرېکړې یو لوی تصمیم دی او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت عزم اواراده ښیي.

نوموړي وویل: تصمیم ستاسو په لاس کې دی، تاسو مشورې او خبرې کوئ او کمېسیونونه خپل کارکوي، ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډونه لیرې، اوربند ټینګ او د تلپاتې سولې تامین لپاره خبرې پیل شي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.