26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عبدالله عبدالله له بلقيس روشن څخه بخښنه وغوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا اود سولې د مشورتي لويې جرګې رييس عبدالله عبدالله د پرونى فزيکي چلند له امله د ولسي جرګې له غړې  بلقيس روشن  څخه بخښنه وغوښته او ويې ويل: د افغانستان د ولسي جرګې  له غړې  بلقيس روشن سره  فزيکي چلند د منلو وړ نه دى .
د باختراژانس د خبرله مخې؛  بلقيس روشن  د سولې د مشورتي لويې جرګې د پرانستلو په مراسمو کې د جمهوررييس غني  د وينا په بهير کې په يوه سپينه ټوټه کې ليکل  شوى و، (وحشي طالبانوته باج ورکول ملي خيانت دى ) په پورته کولو سره د خپل اعتراض غږ اوچت کړ چې په دې غبرګون کې جمهوررييس وويل  موږ باج ورکوونکى نه يو،خو وروسته تصويرونه وښودله  د جرګې له تالار څخه د بلقيس روشن  د ايستلو لپاره د هلوځلو په وخت کې  يوې ميرمنې په هغې غلچکۍ  بريد وکړ او هغه يې په ځمکه ووهله .
عبدالله عبدالله  چې د سولې د مشورتې لويې جرګې رياست په غاړه لري  اود پېښې عيني شاهدو ،  له ملي ټلويزيون سره په خبرو اترو کې وويل چې دغه پېښه هغه خواشيني کړى دى . له همدې تربيون څخه  له ميرمن  روشن څخه بخښنه غواړم .
هغه زياته کړه دغه کار د هغو کارونو اوارزښتونويوه برخه نه بولم چې زموږ نظام پرې ولاړ دى . اود منلو وړ نه دى . اوبايد وڅېړل شي .
  ختم _ج_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.