23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

کابل / د تلې ٢مه /باختر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند...

په کابل کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دکابل پوليسو نن سهار په کابل ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې مشورتې لويې جرګې يو شمېرغړي: موږ سولې او د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته رايه ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د زمري ١٩مه / باختر
د سولې مشورتې لويې جرګې زياترو غړیو د سولې او دوامدار اوربند د ټينګښت او          د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره، د طالبانو د ٤٠٠ پاتي بنديانو پر آزادېدو موافقه رايه ورکړه.
هغوى د افغانستان له نظام او نړيوالو متحدينو څخه يې غواړي د افغانستان د خلکو  پر غوښتنې چې سوله او د پرديو د لاسوهنې بندېدل دي، تمکين وکړي او نور د دې فرصت ورنکړي چې طالبان او د هغوى ملاتړي پلمې ولټوي.
د هرات د مدني ټولنې فعالې او د جرګې د٤٦ مې کمېټې غړې نرګس رضايي په دې اړه د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ رايه ورکړه چې د طالبانو پاتي ٤٠٠ بنديان خوشي شي، ځکه طالبانو ويل: که چېرې دغه بنديان آزاد نه شي، جګړه دوام مومي.
هغې وويل چې، هغوى په اصل کې د جګړې پاى ته رسېدو او د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته رايه ورکړه.
له بغلان څخه د لويې جرګې يوې بلې ګډونوالې او د ښځو د حقوقو فعالې معصومې يقين وويل: موږ په يو نظر، له حکومته وغوښتل چې د طالبانو بنديان آزاد کړي او دغه راز مو وويل: د افغانستان په چارو کې د هغو هېوادونو د نه لاسوهنو ضمانت دې واخيستل شي چې د افغانستان په قضيه کې ښکيل دي او پاکستان دې په خپله خاوره کې د ډار اچوونکو ځالې بندې کړي .
خو شيما چې له غزني څخه په دې جرګه کې ګډون کړى دى، وويل چې کمېټو          د رايو په اکثريت د طالبانو د بنديانو آزادېدل تائيد کړل، خو له څو شرطونو سره:
لومړى دا چې دوامداره اوربند نافذ شي، ملګري ملتونه او امريکا له پاکستانه د طالبانو د ملاتړي په توګه ضمانت واخلي چې نور هېڅ وخت د ډار اچوونکو ډلو ملاتړ نه کوي.
له سمنګانو څخه د جرګې د ١٣مې کمېټې غړې عزيزې حسيني وويل چې په مجموع کې په دغو دوو ورځو کې پر دغو دوو پوښتنو بحث شوى دى: (آيا موافق ياست دغه ٤٠٠ بنديان آزاد شي؟) که چېرې ځواب مو (هو) وي؛ په کومو شرايطو او که ځواب مو ( نه) وي؛ وضاحت دې ورکړ شي او بله دا ( کله چې د سولې خبرې پيلېږي؛ پر کومو مسألو بحث وشي؟ او د کمېټو ټولو غړيو پر دغو موضوعګانو خبرې وکړې       او خپلې نظريې وړاندې کړې او د کمېټو غړيو موافقه وکړه چې بنديان دې آزاد شي، په دې شرط چې بيا خپلو سنګرونو ته نه ستنېږي.
له دې سره سره چې د سولې مشورتې جرګې غړيو د رايو په اکثريت د طالب بنديانو پر خوشي کېدو مثبته رايه ورکړه، خو په افغانستان کې يې د سولې د راتلونکي           په نسبت هم اندېښنه لرله.
وليدل شي چې د طالب بنديانو له آزادېدو وروسته بيا هم طالبان او د هغوى ملاتړي څنګه د افغانستان د خلکو پر ارادې تمکين کوي.
پاى\ وهاج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.