23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې مشورتي لويه جرګه د ٢٥ فقره ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاې ته ورسېده // محمد اشرف غني: د٤٠٠ طالب بنديانو د خوشي کېدو حکم نن لاسليک کوم

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
  د سولې مشورتي لويې جرګې کار نن د ٢٥ فقره ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېد.
د دې جرګې ګډونوالو په خپل پرېکړه ليک کې د ٤٠٠ طالب بنديانو او د طالبانو له  لوري د ملکي او پوځي اسيرانو پر آزادېدو، سراسري اوربند، د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنو او د ښځو او د اقليتو مذهبونو د حقوقو پر ساتنې، د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ او د هېواد په دننه د سولې بهير او د افغانانو ترمنځ خبرو کې د ښځو پر ګډون ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د سولې مشورتي جرګې د مراسمو په پاى      کې، لومړى د سولې عالي شورا او د سولې مشورتي لويې جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ويې ويل چې د جرګې  پرېکړه د طالبانو وروستۍ پلمې او د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته د پاى ټکى کېښود.
هغه په ټينګار سره وويل چې د جرګې پرېکړه د افغانستان د خلکو په خير او صلاح ده  او دغې جرګې د سولې په بهيرکې د افغانستان خلکو ته د اجماع زمينه برابره کړه.
په همدې ترتيب د افغانستان پخواني جمهوررييس حامد کرزي هم وينا وکړه او ويې ويل چې طالبان بايد جګړې او ورور وژنې ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه د افغانستان ټول خلک سوله غواړي او په سوله کې د ټولو حقوق خوندي پاتې کېږي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني خبرې وکړې او د مشورتي لويې جرګې پرېکړې ته په درناوي وويل: د طالبانو د٤٠٠ بنديانو د خوشي کېدو حکم نن لاسليک کوم. 
جمهوررييس دغه راز د هېواد د هغو دفاعي او امنيتي منسوبينو پر خوشي کېدو چې       په دندو کې د بې پروايۍ په دلیل په بند کې دي، د جرګې بلې غوښتنې ته په اشارې وويل: دغه بندیان به په هغه فرمان کې چې د زمري د ٢٨مې په مناسبت صادرېږي، آزاد شي.
جمهوررييس په ټينګار سره وويل چې نظام د سولې بهير د مديريت توان لري او غواړي په سالم مديريت سره په هېواد کې ٤٠ کلن تاوتريخوالى پاى ته ورسوي.
هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې د خلکو ارادې او د سولې مشورتي لويې جرګې  پرېکړو ته درناوى وکړي او په هېواد کې سراسري اوربند اعلام کړي.
جمهوررييس په زغرده وويل چې له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي دي: که چېرې له طالبانو سره کوم پټ موافقه ليک ولري، د افغانستان دولت ته يې هم څرګند کړي.
جمهوررييس په پاى کې د سولې په خبروکې د دوو لسيزو لاسته راوړنو او د هېواد د اساسي قانون پر ساتنې ټينګار وکړ.
د سولې مشورتي لويه جرګه د زمري په ١٧مه (د جمعې په ورځ) د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه د خلکو د ٣٤٠٠ استازو په ګډون په خپل کار پيل وکړ او نن د ٢٥ فقره ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره يې خپل کار پاى ته ورساوه.
پاى\ وهاج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.