26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمداشرف غني: د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک د اساسي قانون او جمهوریت اصولو او ارزښتونو ته د ژمنتیا نوي کول دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۹مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو پر جمهوررئیس غني سربېره، د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس مرستیالانو، د هیواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، لوړپوړو دولتي چارواکو او سیاسي او جهادي شخصیتونو هم برخه درلوده، لومړی د سولې مشورتي لویې جرګې ۲۵ ماده یي پرېکړه لیک ولوستل شو.

په یاد پرېکړه لیک کې د سولې مشورتي لویې جرګې ۳۴۰۰ غړو د دې ترڅنګ چې د سولې پروسه به په هیواد کې د امنیت رامنځته کېدو لامل شي د پایداره اوربند غوښتنه وکړه او د سولې مذاکراتو پیل پر وړاندې د خنډونو لمنځه وړلو لپاره یې د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو ټينګار وکړ.

په دې پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل شول چې د دولت د ملکي او نظامي بندیانو د خوشې کولو په اړه هم خپل مکلفیت ترسره او ژر تر ژره هغوی خوشې کړي.

په همدې ترتیب د دې پرېکړه لیک په یوه برخه کې یاد شوي چې اسلامي ارزښتونه، د علماوو رول، اساسي دولتي بنسټونه، ولسواکي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید وساتل شي او پیاوړې شي.

وروسته د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس وویل، د جرګې په درې ورځو کې مو ژوندي او رغنده بحثونه لرل. دغو بحثونو د خلکو له ژور احساس، غوښتنو او اړتیاوو سرچینه اخیستې وه او تاریخي پرېکړې یې وکړې چې په پرېکړه لیک کې منعکسې شوې دي.

هغه زیاته کړه: د سولې مشورتي لویې جرګې غړو هغه څه چې د افغانستان په خیر و په زړورتیا، د وطنپالنې په روحیه او ملي وحدت تصویب کړل.

ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت تامین په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زیار او هڅې او د دښمنانو د توطیو خنثی کول وستایل وې ویل، د دې لویې جرګې پایله دوامداره خیر دی.

وروسته د هیواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي خبرې وکړې او د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو له امله یې له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل، هغه څه چې په دې پرېکړه لیک کې ذکر شوي موږ د پایداره سولې د تامین لپاره خپلو خیالونواو هیلو ته رسوي.

حامد کرزي وویل، سوله ژوند او عزت دی او د ازادۍ نعمت لا زیاتوي. خدای دې د افغانستان خلک سولې ته ورسوي. د سولې په راتلو سره به زموږ نجونې او هلکان په ښارونو او کلیو کې ښوونځیو ته ولاړ شي او توپیر به یې دا وي چې نور به میندې، پلرونه او کورنۍ اندېښمنې نه وي او ماشومان به په خوشحالۍ خپلو کورونو ته ورګرځي.

هغه زیاته کړه: ښځې به لا زیات پرمختګ وکړي، پیسې به زیاتې او ژوند به غوره شي او خلک به په خوشالۍ د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي. موږ به په خوشحالۍ د هیواد هرې څنډې ته سفر وکړو. له ګاونډیانو سره دوستي کوو او مداخله نه غواړو، له نړۍ سره دوستي کوو او په هغه کې خپل عزت او ملي حاکمیت غواړو، بین المللي همکاریو ته لبیک وایوو او پخپلو خولو او زیار به ډېر څه ترسره کړو، خو که یوازې سوله ولرو.

د هیواد مخکېني جمهوررئیس پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس کړي او نن جرګې دغه زمینه برابره کړه، چې مذاکرات پیل کړي، ترڅو موږ ټول د ورورۍ او دوستۍ په فضا کې په دې هیواد کې ژوند وکړو.

ورپسې جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس او غړو څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن تاسو تاریخ جوړ کړ، خلک او هیواد په دوه لارې کې واقع وو، تاسو لاره وټاکله. دا پرېکړه لیک یوازې ستاسو فیصله نه، بلکې د افغانستان دولت او د هر افغان پرېکړه لیک دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تاسو د افغانستان او جمهوریت ویاړ یاست او په افغانستان کې چې هره پرېکړه په دې تدبیر، چټکتیا او جامعیت کېږي، انشاء الله پر وړاندې به یې هېڅ خنډ رامنځته نشي.

جمهوررئیس وویل، دا ملي وحدت، اسلامي ورورولي او د افغانانو برابري ده چې ښځې، نارینه او عالمان ټول په یوه لیکه کې یوو او یو څه غواړو او هغه د سولې تامین دی.

هغه څرګنده کړه، زموږ لیدلوری د سولې، ورورولۍ، خورولۍ او یووالي لیدلوری دی او له سولې پرته بله لاره نشته.

جمهوررئیس غني د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ملت او دولت ظرفیت ثابت کړ او نن په دې تالار کې د افغانستان د خلکو عظمت دی او دا د ملي وحدت، په اساسي قانون او جمهوري نظام زموږ باورمندي ده، هغه نظام چې په هغه کې موږ ټول برابر ځای لرو او په ورته مهال غواړو د څلوېښت کلن او په ځانګړي ډول د تېرو ۱۸ کلونو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدو.

جمهوررئیس څرګنده کړه: که ملت او دولت یو ځای شي، یو لوی قوت رامنځته کېږي او که چېرې سیاسي قشر په یوه صف کې ودرېږي، هېڅوک یې پر وړاندې نشي درېدلی.

هغه زیاته کړه: نن جمهوریت ته د افغان ملت ژمنتیا تازه شوه. د سولې مشورتي لویه جرګه اصولو او د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوریت ارزښتونو ته د ژمنتیا نوي کول دي.

جمهوررئیس  وویل: تاسو په عمل کې ولسواکي ثابته کړه او دا نړۍ ته یوه بېلګه ده. واقعاً د یو ملي او تاریخ جوړونکي بنسټ په توګه لویې جرګې خپل حیثیت تثبیت کړ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، هېڅوک د وینې تویدو دوام نه غواړي، تاسو چې نن د سولې پیغام راکړ، انشاء الله ټول خنډونه به لرې شي. هغه زیاته کړه، ستاسو پرېکړې د ملت پرېکړې دي، هر هغه څه چې په پرېکړه لیک کې راغلي، عملي کېږي.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان دولت او ملت نیت بار بار ثابت شوی او دا ځل مو هم د سولې پر وړاندې خنډونه لرې کړل. د سولې لاره له خنډونو ډکه ده، خو زموږ موخه سولې ته رسېدل دي او موږ سولې ته د رسېدو ظرفیت او دا اخلاقي جرئت لرو چې ووایو جګړه د حللاره نه ده او یوازې او یوازې باید د سولې، یووالي او یو بل منلو لاره تعقیب کړو.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله وې ویل، ستاسو هغه وړاندیز او امر چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته دې رسېدنه وشي، له زړه منم او هغه به عملي کړم.

هغه وویل، د علماوو جرئت او د هغوی له لوري زموږ د دیني مقدساتو او دودونو تعبیر زموږ ویاړ دی او له یاده نه وباسو چې زموږ د علماوو متفقه فتوا وه چې د سولې لار یې پرانېسته او نن یو وار بیا له علمای کرامو هیله لرم په هماغه قوت چې درېدلي وو، طالبانو ته هم د سولې توصیې وکړي

جمهوررئیس د مشرانو او متنفذینو ژمنتیا او جرئت او دا چې افغان مېرمنې پخپله خپل استازیتوب کوي او خپل حقوق غواړي وستایل وې ویل، افغان مېرمنې نن ژباړن ته اړتیا نه لري او ملي اواسلامي دریځ لري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، نن انتخاب د طالبانو په لاس کې دی، نن دې طالبان وښیي چې له سرتاسري اوربند څخه وېره نه لري او د سرتاسري اوربند او سرتاسري خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې د لویې جرګې وړاندیز ومني. افغانان د یو واقعیت په توګه طالبان مني، اوس باید طالبان د افغانستان تنوع او د خلکو یووالی ومني.

هغه وویل، لوی جرئت او لوی جهاد په سوله کې دی، جګړه له بدبختۍ، درد او رنځ پرته بله ګټه نه لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، بین المللي ټولنې موږ ته وضاحت راکړ چې له طالبانو سره پټې هوکړې نه لري او دا چې ایا په یو مطلوب هدف چې خپلواک، ازاد، ډیموکراتیک، متحد او په خپل منځ او نړۍ سره سوله کې واحد افغانستان دی او د هغو ارزښتونو د ساتنې او پراختیا ظرفیت لري چې په تېرو دوو لسیزو کې مو ترلاسه کړي، زموږ ترڅنګ دي، په یوه غږ ځواب راکړی چې له تاسو سره یوو.

جمهوررئیس غني وویل، واضح اړتیا ده چې موږ خپله لاره په جرئت او پوهاوي تعقیب کړو او که بیا هم له خطرونو سره مخ شوو، بیا خپل ملي بحث پیلوو.

جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو په اړه وویل، نن هغه حکم لاسلیکوم چې زما له صلاحیت څخه لوړ و او اوس د اجماع او ستاسو د اخلاقي پرېکړې پر اساس د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیکوم او هغوی به خوشې شي.

هغه زیاته کړه: ستاسو د غوښتنې بله برخه، د هیواد هغه شمېر افسران اونظامیان چې په دندو کې د غفلت له امله په زندانونوکې دي او خوشې شي، باید ووایم چې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره مو ۱۲ زره بندیان خوشې کړي او د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون چې د بند موده یې له پنځو کلونو څخه کمه وه، بښلي مې دي او خوشې شوي دي او د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت به د هغوی د خوشې کولو په اړه ستاسو غوښتنه عملي کړم

جمهوررئیس ټینګار وکړ، ملي اراده او د نظام قوت پیاوړی دی، موږ د پاشلتیا په خطر کې نه یوو او کولی شو دغه سوله پایلې ته ورسو او د افغان ملت غېږه دومره لویه ده چې په هغه کې طالبانو ته ځای شته دی.

د هیواد جمهوررئیس وویل: اړتیا ده چې په یووالي او همغږۍ وکولی شو ستونزې تحلیل او جمع بندي کړو او پایلې ته ورسېږو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د حکومتولۍ په برخه کې به صریح او اصولي اقدامات ترسره او له هر ډول فساد سره به ملي مبارزه وکړو.

----

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.