25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماښام په هغې ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو اړیکو شورا له لوري جوړه شوې وه، په افغانستان کې د وروستیو انکشافاتو په ځانګړي ډول سولې پروسې، د سولې او ثبات لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د موخو او د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو مخکېني سفیر، شنونکو او مطرح خبریالانو هم حاضر وو، جمهورريیس غني د مشورتي لویې جرګې په اړه وویل: افغان ولس په واحد غږ د افغانستان دولت د سولې پروسې ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او یوه سیاسي حل لاره ومني.
هغه زیاته کړه: په مشورتي لویه جرګه کې ستره اجماع رامنځته شوه او د افغانستان ستر سیاسي ظرفیت یې نندارې ته وړاندې کړ چې موږ کولای شو ستر تصمیمونه په لږ وخت کې ونیسو. جرګې د افغانستان دولت او مذاکره کوونکي پلاوي ته، تګلاره او حدود مشخص کړل چې له طالبانو سره د کوم سیاسي چوکاټ په اړه خبرې وشي او داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې څه ډول اوربند وشي.
د هېواد جمهورريیس وویل: که طالبان د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني؛ د جګړې د دوام مسوولیت به یې پر غاړه وي او تاریخ به یې محکوم کړي.
جمهورريیس د سولې د ټینګښت په اړه د افغانانو د غوښتنو او د سولې په راوستلو کې د سیمې د هېوادونو او بین المللي ټولنې د رول په اړه هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: زموږ ټولنه غواړي چې ژر تر ژره اوربند وشي او زه هیله لرم چې دغه اجماع به په افغانستان کې د پایداره سولې ټینګښت او د جنګ پایته رسولو کې اغېزمنه واقع شي.
جمهورريیس غني د افغان ولس او بین المللي ټولنې پر اجماع چې د تروریزم له ګواښ څخه خوندي، با ثباته، خپلواک او ډیموکراټیک افغانستان یې ستره موخه ده، خبرې وکړې، ويې ویل: هیله لرم دغه اجماع وکولای شي په افغانستان کې د سولې په تامین او د جګړې په پایته رسولو کې مرسته وکړې.
جمهورريیس ټینګار وکړ: طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي. نوموړي د هغو پرمختګونو او هڅو په اړه چې افغانستان د مرکزي آسیا یوه عمده برخه وي، له دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، د دهلیزونو او ښو اړیکو پر ایجاد خبرې وکړې.
جمهورريیس غني له چین، هندوستان، ترکیې، سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د ایجاد او پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
محمد اشرف غني د پاکستان د رول په اړه وویل: موږ له پاکستاني مقاماتو سره ښې خبرې لرلې او دغه هېواد کولای شي په سیمه کې مثبت رول ولوبوي. په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پراختیا د پاکستان د اقتصادي ثبات او ودې لامل هم ګرځي.
جمهورريیس څرګنده کړه: ما د پاکستان له لومړي وزیر سره له بې وزلۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ومې ویل: با ثباته افغانستان دا زمینه برابروي چې موږ ټول د بې وزلې پر وړاندې مبارزه وکړو او پاکستان کولای شي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
جمهورريیس، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان پر رغنده رول ټینګار وکړ، ويې ویل: د تروریزم په ځپلو کې باید د افغانستان له رول څخه سترګې پټې نشي، ځکه افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، چې بيا د سیمي او نړۍ امنیت ته د تروریزم د ګواښ پر ځالې بدل نه شي.
د هېواد جمهورريیس د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پېښو زیاتوالي ته په اشارې وویل: کله چې د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي، نو وبه لیدل شي چې طالبان د نوي افغانستان په اړه څه فکر کوي او آیا طالبان کولای شي د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې چې یوه ډیموکراته او آزاده ټولنه ده، جذب کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د هېواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون ته په اشارې چې د سولې د ټینګښت لپاره مو لوړه بیه پرې کړه، وویل: زموږ اصلي اجنډا دا ده چې اوربند وشي او د تاوتریخوالي پایته رسول د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له عمده موخو څخه دي.#
پاى / وهاج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.