28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغان ښځو د "ښځې مقام" په کمېسیون کې یوه څوکۍ ترلاسه کړه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتو سازمان د "ښځې مقام" په کمېسيون کې یوه څوکۍ ترلاسه کړه.
باختر آژانس د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازې عادلې راز له خولې خبر راکړ چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتو سازمان د "ښځې مقام" په کمېسيون کې یوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ دغه څوکۍ د څلورو کلونو لپاره اعتبار لري.
افغانستان، چین او هند هغه هېوادونه وو چې په دغه کمېسیون کې د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.
هند او افغانستان وکولای شول د دغه سازمان د ۵۴ غړيو هېوادونو زیاتې رايې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتو سازمان د "ښځې مقام" کمېسيون، يو مهم نړیوال بنسټ دی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقوقو، د ښځو د ژوندانه د مستند جوړولو او د ښځو د جنسیتي برابرۍ د لا پياوړتيا په برخه کې اساسي رول لري.
ختم/ع

Last modified on Tuesday, 15 September 2020 09:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.