28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د ننګرهار پوهنتون د استاد پوهنمل آدم خان ملاتړ د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه د پوهې او پرمختګ دښمنانو نن د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل آدم خان ملاتړ د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې شهید کړ. جمهورريیس غني د دغې تروریستي پېښې په غندلو سره وویل: د افغانستان دښمنان زموږ پر عالمانو، متخصصینو، اکاډمیکو شخصیتونو او استادانو د دغه ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د علم او پوهې ډیوې نه شي وژلی او نه هم پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د پوهانو او لیکوالو پیاوړې او سپېڅلې ارادې کمزورې کولای شي. د هېواد جمهورريیس وویل: شهید استاد آدم خان ملاتړ د ځوانانو د مسلکي رزونې او د ژبې او فرهنګ د بډاینې په برخه کې ارزښتناک خدمتونه وکړل او سلګونه ځوانان یې د وطنپالنې او خدمت پر روحیه سمبال ورزول. جمهورريیس غني د شهید استاد ملاتړ کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د هېواد فرهنګي او اکاډمیکې ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او هغه ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.# پاى / ج

Last modified on Wednesday, 16 September 2020 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.