28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر عبدالله عبدالله د تاجکستان له سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د هېواد د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير شرف الدين امام سره د مخه ښې کتنه وکړه. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس د تاجکستان جمهوريت د سفير د خدمتونو او هلوځلو مننه وکړه او د افغانستان او تاجکستان د اړيکو په پراختيا کې د هغه رول اغېزمن وباله. ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه چې تاجکستان د افغانستان د خلکو دوست او همکار دى او د افغانستان خلک په ټولو برخو کې د تاجکستان له صادقانه همکاريو څخه قدرداني کوي. په کتنه کې د تاجکستان جمهوريت سفير شرف الدين امام په افغانستان کې خپله کاري دوره تلپاتې وبلله او زياته يې کړه چې تاجکستان له افغانستان سره پر دوامدارې او ستراتيژيکي همکارى ژمن دى. امام زياته کړه چې تاجکستان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي او هيله لري چې په افغانستان کې اوږده جګړه پاى ته ورسېږي. ختم- ج -اکرم

Last modified on Wednesday, 16 September 2020 04:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.