27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بامیانو کې د حکومت د رهبرۍ فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بامیانو د عمومي وضعیت ارزولو په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ. باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي مقاماتو، د جمهورريیس متلیا کوله. جمهورريیس ته د شهید مزاري هوایي ډګر ته له رسېدو وروسته، د بامیانو والي، ټولو سیمه ییزو مسوولینو او د ولایتي شورا غړو هرکلی ووایه. وروسته د حکومت د رهبرۍ فوق العاده امنیتي غونډه چې په کې د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي سکتور مسوولینو هم حاضر وو، جوړه شوه. په دې غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او پر امنیتي پلانونو، عملیاتو، د دښمن د ګواښونو د دفع کولو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په شته ننګونو او ظرفیتونو بحث او خبرې وشوې. د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د ولسوالیو په کچه یې د حکومتولۍ د پراختیا او د لازیاتو خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه. جمهورريیس غني پر امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو په ټینګار وویل: د خلکو ساتنې او د انکشافي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو انکشافي او اصلاحي برنامې دې تطبیق شي. جمهورريیس همدا راز د لویو لارو د امنیت پر تامین، د دښمن د اخاذیو پر مخنیوي او په امنیه قوماندانیو کې د وړتیا او معیار پر بنسټ پر تغییراتو ټینګار وکړ، ويې ویل: هغه امنیتي او دفاعي منسوبین دې تقدیر شي چې په خپلو اجرااتو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.# پاى / ذ

Last modified on Monday, 21 September 2020 04:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.