29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

٣٩- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د افغانستان پخواني جمهورريیس حامد کرزي په هېواد کې د جګړې پر دوام او د تلفاتو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه، ويې ویل:”په وروستېو کې په هېواد کې د تشدد او تاوتریخوالي شاهدان یوو چې زموږ هېوادوالو ته یې ګڼ شمېر ملکي او نظامي تلفات اړولي دي. وروستۍ غمجنې پېښې یې په کندز کې هوایي بمباري او په پکتیا او بلخ کې چاودنې دي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېناستې. دغه ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندم او په هېواد کې په روانه تپل شوې جګړه کې له ښکېلو افغاني غاړو غواړم چې د سولې د مذاکراتو د ښه پرمختګ او کامیابي او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره له تشدد او تاوتریخوالي په کلکه ډډه وکړي او تر هرڅه د مخه پر سراسري اوربند توافق ته سره ورسېږي.“ پخواني جمهورريیس د لوی خدای (ج) له درباره د یادو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله وکړه. پاى / ذ

Last modified on Monday, 21 September 2020 04:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.