29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمداشرف غني: نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بامیانو ته د سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې په عمومي ولسي غونډه کې د دغه ولایت د بېلابېلو اقشارو، متنفذینو او مشرانو ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.

په پیل کې د بامیانو والي په خپلو خبرو کې جمهوررئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د بامیانو ولسونه د دولت د انکشافي فعالیتونو او برنامو قدرداني کوي او د افغانستان حکومت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې او په دې اړه د جمهوررئیس د واضح لیدلوري، ملاتړ کوي.

نوموړی په ولسوالیو کې د ولسي تړون برنامې د پراختیا او په بامیانو کې د ملي دسترخوان برنامې د تطبیق غوښتونکی شو.

وروسته د ولایتي شورا غړي محمدحسن اسدي، د علماو شورا غړي الحاج محمدسجاد محسني، اسماعیل ذکي د مدنې ټولنې او معصومې امیري د ښځو په استازیتوب خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی په شیبرتو کې د بین المللي هوايي ډګر جوړولو، د کرنې میکانیزه کولو، په ورث او پنجاب ولسوالیو کې د اداري واحدونو تعدیل، د شمال او سویل دهلېز وصلولو، د دوشي-بامیان سړک د کار چټکتیا، په ولسوالیو کې د روغتونونو د ایجاد، د سیغان د اوبو کموالي ستونزې ته د پاملرنې، په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور د زیاتولو، د معتادینو مرکز ته د پاملرنې، د مرستون د ایجاد، د حاجي ګک اوسپنې کان د معیاري استخراج، د بامیانو حلقوي سړک، صنعتي ښارګوټي د جوړولو، حج سهمیې زیاتولو، څښاک اوبو، ګرځندوی صنعت ته د پاملرنې، برېښنا انرژۍ ته د لاسرسي، پوهنې ته د پاملرنې، په سولې پروسه کې د ښځو معنی داره مقام، بامیانو پوهنتون کې د طب، حقوقو او انجنیري پوهنځیو او د ښځو محصولاتو ته د معیاري مارکیټ د ایجاد، غوښتونکي شول.

وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د بامیانو تاریخي ځانګړنو ته په اشارې وویل، د بامیانو پایداره پراختیا د افغانستان حکومت مهم لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت په تېرو دوو کلونو کې ګام په ګام له سولې پروسې ملاتړ کړی او نن د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مهمو مذاکراتو پړاوو ته داخل شوي یوو.

استاد دانش وویل، هیڅوک د جنګ له لارې نه شي بریالي کېدای، دغه مذاکرات دې په داسې ډول مدیریت شي چې موږ باعزته سولې او تلپاتې امنیت ته ورسوي، هغه سوله چې نه یواځې د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ نه کړي، بلکې لا پیاوړي شي.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د بامیانو ولایت له خلکو څخه چې خپلې غوښتنې او ستونزې یې په واضح ډول شریکې کړې مننه وکړه وې ویل، ستاسې د وعدو یوه برخه د ترسره کېدو په حال کې ده.

نوموړي د سولې او جمهوریت د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او د بامیانو له خلکو یې وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د خپلو ځوانانو ونډه لوړه کړي.

جمهوررئیس غني د یادو خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، که د بامیانو د ځانګړنو په اړه هرڅومره ووایو، بیا هم لږ دي. بامیان راتلونکي ته ګوري، د جمهوریت ساتونکي او د ملي یووالي، د هیوادوالو حقونو، مساوات، ټولنیز عدالت او د ښځو حقونو ته ژمن، د مذهبونو د وفاق بېلګه او د ۲۱ پېړۍ د اړتیا مطابق د پراختیا غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړه، نننی بامیان د تېرو پنځو کلونو بامیان نه دی، نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري.

جمهوررئیس غني وویل، د بامیانو د تاریخي اثارو ساتنه د هر بامیاني او بل هر افغان دنده ده. په هغه ورځ چې طالبانو د بودا مجسمه په بمونو والوزوله، هر افغان بامیانی و او د هر یوه زړه زخمي شو.

جمهوررئیس وویل، بامیان به نور د افغانستان جغرافیایي زندان نه وي، په دغه ولایت کې د پانګونې په اندازه کې اساسي توپیر راغلی، ځکه موږ ملي وحدت او متوازن انکشاف ته ژمن یوو.

جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله تدبیر، تعمق او تلپاتې والي غواړي او د سولې لار نقشه د لویې جرګې غوښتنې وې چې حدود یې واضح کړي دي.

هغه زیاته کړه، زموږ ملي اراده او غوښتنه دا ده چې سوله په افغانستان کې ۴۰ کلن بحران او سرتاسري تاوترخوالي د پای وسیله شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان ټولې اوبه په راتلونکو څلورو کلونو کې په اساسي توګه مدیریت کېږي. زموږ د کانونو پانګه یو تریلیون ډالر اټکل شوې او موږ باید خپله بشري پانګه داسې منسجمه کړو چې په پښو ودرېږو.

جمهوررئیس وویل، د حکومت د رهبرۍ ټیم، مصمم، واحد او یو موټی دی او د ملي ګټو د ساتنې په برخه کې استوار ولاړ دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، جمهوریت په موږ ټولو پورې اړه لري او د دې هیواد د هر ځوان، ښځې، نارینه او عالم رسا غږ د جمهوریت د ملاتړ غوښتونکي یوو.

د دغه سفر په لړ کې جمهوررئیس او مل پلاوي یې د یکاولنګ-دره صوف سړک د جوړولو کار څخه داسې مهال لیدنه وکړه چې د اړوندو مسوولینو له لوري یې د کاري پرمختګ په اړه معلومات ورکول کېدل.

دغه سړک د ۲۰۴،۹ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي چې بامیانو ولایت د هیواد له شمال سره نښلوي او اوږدوالی یې ۱۷۸ کیلومتره دی.

د یاد سړک د جوړولو چارې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۳ نیټه پیل شوې او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې بشپړې شي. له دې جملې ۱۰۴ کیلو متره یې د بامیانو اړوند دی چې د چینایي CRBC شرکت له لوري تطبقېږي او کار یې ۲۲ سلنه پرمختګ کړی او تر دې مهاله یې تر ۲۶ کیلو متره زیات قیر شوی دی.

همدار از جمهوررئیس او مل پلاوي یې د بامیانو تاریخي او لرغونو سیمو له هغې جملې د بودا (صلصال او شهمامه) مجسمو او بندامیر ملي پارک څخه لیدنه وکړه.

 

Last modified on Monday, 21 September 2020 04:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.