21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د وږي ۳۱مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبرا لاینس سره په ارګ کې وکتل.

 

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانکړي ډول د انکشافي پروژو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوندو بنسټونو  د فعالیتونو  په اړه خبرې وکړې.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دولتي ادارو کې د افغانستان حکومت له لوري د فساد ضد اقداماتو او د تېرو شپږو کالو پر پرمختګونو سربېره د جنیوا راتلونکي کنفرانس په اړه هم هراړخیزې خبرې وکړې.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.