30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د امريکا سفارت له شارژدافير سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د وږي ۳۱مه/ باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې دامریکا متحدو ایالتونو له شارژدافیر روز ویلسون سره د افغان سولې بهیر په اړه وکتل او خبرې یې سره وکړې.

په پیل کې، د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحدوایالتونو د خلکو او دولت له دوامدارو مرستو او ملاتړ څخه او په تیرو نوولسو کلنو کې د هغه هیواد له همکاریو څخه په مننې سره، په دوحې کې د سولې مذاکراتو په پرانیستغونډه کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له هراړخیزې وینا مننه وکړه.

دواړو لورو د سولې مذاکراتو په پیل او له پیل څخه تر اوسه پورې د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او  تلپاتې سولې ته د رسیدا په اړه یې هیله مندي وښوده او خبرې یې وکړې.

همداشان، اتمر او ویلسون د افغان دولت پر لومړیتوبونو خبرې وکړې، له طالبانو یې یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې پر یوه هر اړخیز اوربند او د تاوتریخوالي کمولو څارنې لپاره د میکانیزم پرجوړولو مفصلې خبرې وکړې.

د خبرو په دوام، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه او همداشان په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره د سیمه ييزو هیوادونو د انسجام او همغږۍ؛ د افغانستان، امریکې متحدوایالتونو او مرکزي آسیا هېوادونو تر منځ د درې اړخیزو اړیکو د لومړیتوبونو پر اهمیت خبرې وکړې.

د لېدنې په پای کې، دواړو لوریو د افغانستان او متحدو ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پرذلا پراخېدو او پیاوړتیا ټینګار وکړ. ولسن اتمر ته له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ او همکاریو په اړه ډاډ ورکړ.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.