27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمدحنيف اتمر: د اوربند ټينګښت د افغانستان دخلکومهمه اواساسي غوښتنه ده

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلي ٢مه /باختر:
د بهرنيوچارو د وزارت سرپرست محمدحنيف اتمرنن د افغانستان لپاره  د ملګروملتو سازمان  د سرمنشي له ځانګړې استازې ديبوراليونز سره وکتل.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛  په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د اسلامي جمهوريت اوطالبانوترمنځ د سولې د خبرو د پيل په اړوند د ملګروملتو سازمان  د امنيت شورا اعلاميه وستايله اود تاوتريخوالي  دکمښت او اوربند د ټينګښت په اړه  موافقه يې د افغانستان د دولت اوخلکو له مهمواو اساسي غوښتنو  څخه وبللې.
ميرمن ليونز د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو د مرکچي هيئتونو ترمنځ د خبرو اترو د پيل په خاطر د خوښي په څرګندولو سره د سولې بهير د برياليتوب په ملاتړ کې نړيواله اوسميه ييزه اجماع مهمه او حياتي وبلله اوهيله يې څرګنده کړه چې مرکچي لوري  وکولاى شي چې د اوربند د ټينګښت په ګډون مهمو موضوعګانوپه اړوند موافقې ته ورسيږي.
د ملګروملتو د سرمنشي ځانګرې استازې د ژينوکنفرانس ته په اشارې سره  چې ټاکل شوې ده د روان کال په نوامبر کې جوړشي د پرمختيايي پروګرامونو د موجودو ظرفيتونو اوطرحو په باب دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
هغې په ګاونډيو هېوادونو کې د ملګروملتو سازمان د موجودو نمايندګيواو د هغه رول په اړه چې دغه نمايندګى د سولې له  بهير څخه د سيمې دهېوادونودملاتړ دجلبولو په برخه کې کولاى شي ولري، خبرې وکړې.
د تاوتريخوالي د کمښت او د پراخ بنسټه اوربند د ټينګښت اود سولې له بهير څخه د نړيوال ملاتړ د اړتيا په اړه پرخبرو برسيره دواړو لورو د سيمه ييزې نښلولو، له نشه يي توکو، د انسان د قاچاقو او نورو سازمان موندلو جرمونوسره د مبارزې په اړه  خبرې اترې وکړې.
په پاى کې  د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د سولې خبرو د برياليتوب په اړه د نړيوالې اوسيمه ييزې اجماع په جوړولو کې د ملګروملتوسازمان پرمثبت او رغنده رول په ټينګار سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره  د دغه سازمان د دوامدارې ژمنې او همکارۍ له امله مننه وکړه.    ختم_ ج _اکرم

 

Last modified on Wednesday, 23 September 2020 11:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.