21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اوسني پړاو حساسیتونه او د مشرانو مسوولیتونه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ۲مه/ باختر
افغانستان د خپل تاریخ له ډېرحساس پړاوه تېرېږي. که موږ په غړېدلو سترګو شاوخوا وګورو، نو وینو چې په هره برخه کې خورا سترې ستونزې او ننګونې پرتې دي. د دغو ستونزو حل او د دغو ننګونو لرې کول تر هرڅه وړاندې د افغانانو ملي یووالي ته اړتیا لري او د ملي یووالي په پياوړتیا او ساتلو کې بیا د مشرانو ونډه او نقش خورا مهم دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده اولیکي:
په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شوي دي. دا یو تاریخي فرصت دی چې باید افغانان د یو ژمن ملت په توګه ترې ګټه پورته کړي او اوسنۍ جګړې ته پای ورکړي. د دې لپاره چې موږ له اوسني فرصته پوره او اغېزمنه ګټه واخلو، تر هرڅه وړاندې ملي یووالي ته اړتیا لرو، ګډ ملي دریځ ته اړتیا لرو، پياوړې ملي اجماع ته اړتیا لرو. د دغه راز ګډ ملي دریځ او پياوړې ملي اجماع د رامنځ ته کولو لپاره باید موږ پر هغه څه ټینګاروکړو چې افغانان یو بل ته سره نږدې کولای شي او له هغه څه په کلکه ډډه وشي، چې هغه اختلافات راټوکوي، کړکېچ رامنځ ته کوي، د خلکو احساسات پاروي، کرکه او نفرت ډېروي او د ولسونو تر منځ واټن ایجادوي.
په دې برخه کې ستر او ځانګړی مسوولیت د هېواد دولتي مشرانو، مخورو، متنفذانو او مطرحو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ته ځیر دی. د دوی هره خبره، هر دریځ، لیدلوری، نظر او پرېکړه باید د  افغانستان د اوسنیو واقعیتونو او لوړو ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي او موخه یې د خلکو د یووالي او پیوستون پیاوړتیا وي، نه کمزوري کول. مشران باید خپل غوږونه پر یوې خبرې ښه خلاص کړي، چې ملت د دوی  پرهرګام او هرې پرېکړې او نظر قضاوت کوي. که د هېواد د خورا مهمو مسالو په اړه کوم عادي هېوادوال نظر څرګند کړي، قضاوت وکړي او موقف ونیسي، نو د خلکو غبرګون نه پاروي، خو که بیا کوم لوړپوړی دولتی چارواکی، مطرح سیاسي شخصیت او کوم مشر د خورا مهمو ملي مسالو په اړه نظر څرګندوي او موقف نیسي، نو دی باید پوه شي چې دا موقف د یو ساده او عادي شخصیت موقف نه دی چې خلک ورته پام وانه ړوي او په اړه یې غبرګون ونه ښیي، بلکې دا د یو مطرح شخصیت دریځ او نظر دی او خلک یې په اړه غبرګون ښکاره کوي. له دې امله لوړپوړي دولتي مشران او مطرح سیاستوال باید په خپلو خبرو کې ډېر محتاط وي او د اوسني پړاو ټول حساسیتونه او نزاکتونه په پام کې ونیسي.
منو چې هر څوک کولای شي د هرې مسالې په اړه خپل جلا فکر ولري، خپله جلانظریه ولري او خپل جلا موقف او دریځ ولري، خو کله چې د دولت او یا کوم بنسټ له آدرسه دا نظر او موقف مطرح کېږي، نو څرګنده خبره ده چې خلک بیا دا د چا شخصي موقف نه بولي، بلکې د همغه بنسټ موقف یې بولي چې دی د هغه له آدرسه غږېدلی دی. موږ باید د ملي یووالي او پيوستون لپاره کار وکړو او دا خپل ملي مسوولیت وبولو.
پاى- ن.ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.