22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي سفیر منصور احمد خان باورلیک ومانه.

د باورلیک سپارلو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، لومړی د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان جمهوررئیس غني او افغانانو ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او د لوی درستیز جنرال قمر باجوه د سلامونو او نېکو هیلو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، موږ غواړو د دواړو هیوادونو اړیکې پراخې شي او پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه، زما ماموریت د اړیکو، ترانزیټ او سوداګریزو همکاریو پراختیا او د دواړو هیوادونو د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي. پاکستان د سیمه ییز اتصال او همکاریو د پراختیا پر اساس د افغانستان حکومت د سیاست ملاتړ کوي.

جمهوررئیس غني د پاکستان نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، موږ له پاکستان سره د اړیکو پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغان کډوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو د حل غوښتونکي یوو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ غواړو د افغانستان حکومت د سیمه ییز اتصال پالیسۍ په ځانګړي ډول  پاکستان ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ لېږد په برخه کې، ښې پایلې ولري.

د هیواد جمهوررئیس د سولې پروسې په اړه وویل، د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې د سیمې هیوادونو د ملاتړ غوښتونکی دی. په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدل او د سولې ټینګښت د سیمې هیوادونو په ګټه دی.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.