29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې د ډاکټر نجيب الله پلويانو اعتراض وکړ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د هېواد د پخواني جمهوررييس ډاکټر نجيب الله يوشمېر پلويانو نن د لويې جرګې خيمې د دروازې په وړاندې راټول شول او د ډاکټر نجيب الله د شهادت تلين د مراسمو د لغو کولو په خاطر يې اعتراض وکړ.
ټاکل شوې وه نن د وسله والو طالبانو له خوا د ډاکټرنجيب الله د صحرايي محکمې ٢٤ تلين مراسم د لويې جرګې په خيمه کې پرځاى شي، خو د دغو مراسمو ترسره کول لغو اعلام شول.
د ډاکټر نجيب الله يوشمېر پلويانو د لويې جرګې خيمې د دروازې په وړاندې راټول شول، خو د هغه د تلين د درناوي د مراسمو د لغو کولو په تړاو يې اعتراض وکړ.
د ډاکټر نجيب الله د صحرايي محکمې د ٢٤ مين تلين د درناوي د مراسمو د جوړولو کمېسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې له ټولو تياريو سره سره، پر اداري دستګاه د واکمنو مقرراتو او موازينو پرخلاف د لويې جرګې په خيمه کې د دغو مراسمو د پرځاى کولو مخه نيول شوې ده.
په اعلاميه کې ټينګار شوى دى: سوله ييزې غونډې د بشر د حقوقو په نړيوالې اعلاميې او د هېواد په اساسي قانون کې د خلکو له اساسي حقوقو څخه دي او د هغو مخنيوى په هره پلمه چې وي؛ د دغو ارزښتونو څرګند نقض دى.
ويل شوي دي چې د ګلبدين حکمتيار په ګډون يوشمېر جهادي څېرو د دغې غونډې د جوړولو په خاطر خبردارى ورکړى و.
حکمتيار په ١٣٦٨کال کې له ټني سره چې د ډاکټر نجيب د حکومت دفاع وزير او د خلق دموکراتيک ګوند د مشرتابه غړى و، د ډاکټر نجيب الله حکومت د راپرځولو په خاطر ائتلاف کړى و، خو دغه کودتا هم ناکامه شوه.
ختم- ج -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.