21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل د تلې ۳۰ باختر په هرات کې په تېرو ٢٤...

په هرات کې د مزداخان لرغونی ډنډ مرمت او بیا رغول کېږي

هرات د تلې ۳۰ باختر په هرات کې د مزدا خان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي مصالحې د عالي شورا رييس پاکستان ته سفر وکړ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکټرعبدالله عبدالله نن سهار د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د يوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ.
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په پاکستان کې د خپلې استوګنې په وخت به د پاکستان له جمهوررييس عارف علوي، صدراعظم عمران خان، د استازو مجلس له رييس اسد قيصر، د سنا مجلس له رييس محمد صادق سنجراني، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، لوى درستيز جاوېد باجوه او د دغه هېواد له يو شمېر نورو مقاماتو سره وګوري.
د ملي مصالحې د عالي شورا د رسنيو چارو رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په دغه سفر کې د ملي مصالحې د عالي شورا رييس په افغانستان کې د دايمي سولې د ټينګښت په اړوند د پاکستان د اسلامي جمهوريت له جګپوړو مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
خبرپاڼه زياتوي: د پاکستان اسلامي جمهوريت ته په سفر کې د ملي مصالحې د عالي شورا له رييس سره يوشمېر سلاکاران او د هېواد سياسي شخصيتونه ملګرتيا کوي.
ويل کېږي دا د پاکستان اسلامي جمهوريت ته په وروستۍ يوه لسيزه کې د ډاکټرعبدالله عبدالله لومړنى سفر دى.
د ملي مصالې د عالي شورا رييس اسلام آباد ته له سفر مخکې وويل: "اسلام آباد ته په سفر کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت له مشرانو او جګپوړو مقاماتو سره د سولې په اړه خبرې کوو. هيله من يوو اسلام آباد ته په سفر سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د باعزته او تلپاتې سولې په برخه کې د ګډو همکاريو نوى فصل پرانيستل شي.
پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 04:40

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.