21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا او داخلي امنیت کمېسیونونو مشرتابه او غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ دتلی 7 مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا او داخلي امنیت کمېسیونونو رئیسانو او غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا او داخلي امنیت کمېسیونونوکلیدي رول ته په اشارې وویل، دوی د هیواد امنیتي او دفاعي چارې له نږدې څاري او له اړوندو بنسټونو سره د نږدې همکارۍپه لرلو سره د ولس غوښتنې ورسره شریکوي.

ورپسې د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون رئیس میرحیدر افضلي او د داخلي امنیت کمېسیون رئیس خان اقا رضایي او همدارنګه د دې کمېسیون مرستیالې وږمې صافۍ د خپلو اړوندو کمېسیونونو د کړنو راپورونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال، مبارزو او سرښندنو قدرداني وکړه او وې ویل، د سرتېرو تجهیز، د رخصتیو او نورو اړوندو مسایلو او د ستونزو حل ته دې اساسي پاملرنه وشي.

یادو ویناوالو وویل، ولسي جرګه د حکومت،  سولې پروسې، نظام او جمهوریت ټینګه ملاتړې ده. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې حکومت، ملي شورا او سیاسیون باید واحد غږ ولري او د سولې له برابر شوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. هغوی زیاته کړه، ولس باعزته او داسې سوله غواړي چې نظام، جمهوریت، د هیوادوالو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه او د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې په کې خوندي شي.

جمهوررئیس غني د یادو کمېسیونو رئیسانو او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تدارکات د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې کیلیانې دي او په دې برخه کې د اصلاحاتو دویم پړاو تر لاس لاندې دی.

جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل، د دوی په ملاتړ د ملي شورا او د ولس واحد غږ پکار دی او د شهیدانو کورنیو ته به لا ډېره رسیدګي وشي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې د ملت زغم او لوړ اخلاق تمثیل کړل او د طالب زندانیانو د ازادولو په برخه کې خنډونه یې په تدبیر هوار کړل. هغه په ټینګار سره وویل، د جمهوریت په ارزښتونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې هیڅوک معامله نشي کولی.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان خلک د اوسني نظام ټينګ ملاتړي او غوښتونکي دي او همدارنګه د تېرو نولس کالو د ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ د اساسي قانون په چوکاټ کې تلپاتې او باعزته سوله غواړي. هغه زیاته کړه، د بحث ابعاد باید پراخه شي، ځکه دا د نظام، جمهوریت او خلکو قوت ښیي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، له ملي شورا سره نږدې، هر اړخیزه او اساسي همکاري غواړو او ستاسو وړاندیزونو ته به د اړوندو بنسټونو او مسوولینو له لوري رسیدګي وشي. هغه زیاته کړه، د نړۍ او سیمې هیوادونو سره زموږ مناسبات په دوه اړخیزو ګټو استوار دي او د اوبو مدیریت ته هم اساسي پاملرنه کېږي.

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.