21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: نظام موږ ټولو پورې اړه لري او تفاهم د هیواد په ګټه دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ د تلی ۸مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ولسي جرګې د روغتیا، بدني روزنې، ځوانانو او د یادې جرکې د غړو د مصونیت او امتیازاتو کمېسیونونو له رئیسانو او غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي وویل، د سیاسي ثبات لپاره د درې ګونو قواوو همکاري یو اصل دی او اړتیا ده چې درې واړه قوې اوږه په اوږه د جمهوریت د دوام او خلکو د خوندیتوب لپاره کار او هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې کمېسیونونو د حکومت د کړنو د څارنې پرمهال، د قانون جوړولو په برخه کې هم نه ستړې کېدونکي هڅې کړي دي.

وروسته د ولسي جرګې د روغتیا، بدني روزنې او ځوانانو کمېسیون رئیس نجیب الله ناصر په خپلو خبرو کې وویل، دغه کمېسیون په منظمه توګه د عامې روغتیا وزارت پلانونه څاري او له یاد وزارت سره په تفاهم کې قرار لري.

ناصر د حکومت او ولسي جرګې پر همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل، موږ د لازیاتې همغږۍ په موخه، د روغتیا، ورزش او ځوانانو په برخه کې طرحې ترتیب کړي دي.

ورپسې د ولسي جرګې د غړو د خوندیتوب او امتیازاتو کمېسیون رئیس ګل احمد نورزاد د ولسي جرګې له بېلابېلو کمېسیونونو سره د کتنو لړۍ د پیل په خاطر له جمهورئیس څخه مننه وکړه وې ویل، د ولسي جرګې د غړو د خوندیتوب او امتیازاتو کمېسیون، د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ فضا رامنځته کول خپله دنده بولي او موږ د تفاهم، همدلۍ او همغږۍ پلويان یوو.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د هیواد د درې ګونو قواو ترمنځ د همغږۍ او درناوي فضا موجوده ده او د حقایقو له منلو پرته میراثي بحرانونه نه شو ختمولای.

جمهوررئیس څرګنده کړه، تفاهم ډېر زیات اړین او د هیواد په ګټه دی، ځکه نظام په موږ ټولو پورې اړه لري. هغه زیاته کړه، زموږ روغتیایي نظام بنیادي تغییر ته اړتیا لري، د صحتمندۍ پروګرام ته اساسي بیاکتنه کېږي او زموږ د خدمتونو تعریف باید واضح اوسي.

جمهوررئیس غني وویل، که غواړو چې روغتونونه اصلاح شي، باید پر دولتي تصدیو یا شرکتونو یې بدل کړو. هغه د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مقابلې د اړتیا او چاپېریال د ککړتیا په اړه هم خبرې وکړې.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د هر ولایت لپاره یو ورزشي جمنازیوم جوړوو او غواړم چې د هیواد هره ولسوالۍ یو پارک ولري، همدا راز د اوبو پر ۲۵۰۰ بندونو جوړولو هم کار روان دی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د اوزبیکستان او ترکمنستان همکارۍ وستایلې او وې ویل، په اقتصادي برخه کې له ګاونډیو هیوادونو سرهزموږ بحثونه مثبت دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.