30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې خبرې او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع اړتیا او اغېز

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
د سولې خبرو د پيل له لومړیو ورځو او اوونیو داسې ښکاري چې د دغو خبرو د بري لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده، پیاوړې اجماع ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې خبرو د پرمخ بیولو د طرزالعمل په اړه راپورته شوي جنجالونه لا نه دي حل شوي او د دواړو لوریو له دریځونو داسې ښکاري چې د دغو جنجالونو حل ښایي یوڅه وخت ونیسي. دا چې د طرزالعمل پر سر د جنجالونو حل دومره وخت نیسي؛ نو څرګنده ده چې د سولې خبرې به لا ډېر وخت نیسي، له ستونزو او جنجالونو به ډکې وي او په هر پړاو کې به یې د دواړو لوریو ترمنځ ناندرۍ، خوابدي او د خبرو د درولو ګواښونه راټوکېږي. په دغه راز حالت که د چا زړه اوخوښه وي یا نه وي، هرومرو د سیمه ییزو او نړیوالو سترو لوبغاړیو او د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو قدرتونو لاسوهنې ته زمینه برابرېږي؛ خو دا لاسوهنه باید مثبته وي، نه منفي، موخه یې بري ته د سولې خبرو رسول وي، نه د دغو خبرو ناکامول.
د دې لپاره چې د سیمې او نړۍ اغېزمن قوتونه د سولې بهیر په ښه پرمخ بیولو کې مرسته وکړای شی، د روان بهیر مخې ته د پرتو او یا نویو راټوکېدونکو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي؛ نو باید دوی په خپل منځ کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه اجماع ولري. که څه هم له تېرو څوکلونو راهیسې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په برخه کې ښه پرمختګ شوی دی او ګڼ هېوادونه د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي او چمتووالی لري چې د دغو خبرو کوربه توب وکړي.
د سولې خبرې اوس یو مهم او خورا حساس پړاو ته ننوتي دي. په دې پړاو کې مهمه ده چې د سولې په اړه اجماع وساتل شي او د هغې د لا پیاوړتیا لپاره کار وشي. دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې په دې برخه کې خپلې اړیکې د سیمې له هېوادونو سره لا فعالې او پياوړې کړي. همدارنګه د سیمې او نړۍ هېوادونه هم مسوولیت لري چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه یو واحد دریځ غوره کړي، داسې دریځ چې هغه د افغانانو له هیلو او غوښتنو او د افغاني ټولنې له اوسنیو واقعیتونو سره اړخ ولګوي، داسې دریځ چې هغه بري ته د سولې د روانو خبرو په رسولو کې مرسته وکړای شي. اوس باید ټولو دا واقعیت درک کړی وي چې آرام، سوله ییز، باثباته، پر خپلو پښو ولاړ، د پياوړي او مقتدر نظام لرونکی او له نشه یي توکیو اونورو آفتونو پاک افغانستان د ټولو په ګټه دی. په دغه راز افغانستان کې بیا نه نړیوال ترهګر ځالې جوړولی شي، نه د نشه یي توکیو مافیا څه کولای شي او نه هم د دغه راز افغانستان له خاورې د نورو امنیت او ثبات ته ګواښ پېښېدای شي.
ښايي د سولې خبرو په ځینو پړاوونو کې دې ته اړتیا پېښه شي چې پورته یاده شوې سیمه ییزه او نړیواله اجماع خپل نقش ولوبوي او هر اړخ چې کوښښ کوي د سولې خبرې له اصلي لوري بلې خوا ته یوسي، پر هغه فشار راوړي او د سولې د روانو کوښښونو د سبوتاژ او یا ناکامولو مخه ونیسي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.