21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل د تلې ۳۰ باختر په هرات کې په تېرو ٢٤...

په هرات کې د مزداخان لرغونی ډنډ مرمت او بیا رغول کېږي

هرات د تلې ۳۰ باختر په هرات کې د مزدا خان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د ملي روغې جوړې دعالي شورا رييس هېواد ته راستون شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلې ١٠مه /باختر
د هېواد د ملي روغې جوړې دعالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  او ملګري هيئت  يې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د صدراعظم په بلنه دغه هېواد ته له درې ورځنى رسمي سفر وروسته هېواد ته راستانه  شول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د نورخان په هوايي ډګر کې د سوداګرى او پانګونې په چاروکې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د صدراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافيراو ډيپلوماتان، د افغاانستان  د ملي روغې جوړې دعالي شورا له رييس او ملګري هيئت سره يې  مخه ښه وکړه .
د هېواد د ملي روغې جوړې  دعالي شورا رييس د پاکستان اسلامي جمهوريت ته  د درې ورځنى رسمي سفر په بهيرکې د دغه هېواد له صدراعظم، جمهور رييس ، د استازو د مجلس له رييس ، د سنا د مجلس له رييس ، د بهرنيو چارو له وزير، د پوځ له رييس اود پاکستان د اسلامي جمهوريت له يوشمېر جګپوړومشرانو سره په افغاانستان کې د سولې د هلوځلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ملي روغي جوړې د عالي شورا رييس هېواد ته د راستنېدو په وخت کې اسلام اباد ته خپل سفر بريالى وباله اود پاکستان د اسلامي جمهوريت د تود هرکلي مثبتو پيغامونو او همکاريو څخه يې مننه وکړه .
  ختم_ ج _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.