10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  له فساد سره مبارزه دسولې اوثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .

له فساد سره مبارزه دسولې اوثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : له اداري فساد سره دمبارزې...

 په هرات کې  دخبريالانو دستونزو دڅيړنې دغوڼدې جوړيدل .

په هرات کې دخبريالانو دستونزو دڅيړنې دغوڼدې جوړيدل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : په هرات ولايت کې ...

  دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين دايران له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين دايران له سفير سره وکتل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
له اداري فساد سره دمبارزې نړيواله ورځ نن په داسې حال کې ونمانځل شوه چې دمسوولو مقاماتو دڅرګندونوله مخې،  دفساد دکابو دريو زرو تنو ککړوکسانو دوسيې لوى څارنوالۍ ته سپارلې  شوې دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې، له اداري فساد سره دمبارزې دځانګړي سکرتريت   رييس ډاکتر يما ترابي نن په يوه خبرې غونډه کې له فساد سره دمبارزې په لاره کې ددولت داقداماتوپه باب  معلومات ورکړل او ويې ويل چې دافغانستان حکومت دوه اوونۍ مخکې د ژينوا په غونډه کې دهغو ژمنو دعملي کولو په باره کې چې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې يې  کړې وې برخه والو ته معلومات ورکړل
ډاکتر ترابي زياته کړه دهغو مقاماتو دشتمنيو ثبت چې له فساد سره دمبارزې په کار کې مرستندوى دي
په همدې دليل تراوسه پورې دملي شورا او دولايتي شوراګانو دوه سوه تنوغړو خپلې شتمنۍ ثبتې  کړې دي او دغه بهير به دوام ومومي .
  دده دڅرګندونوله مخې، ددغه بهير  دلارې پرسر  پروت ستر خنډ دحکومتي  مقاماتو دشتمنيو دبشپړ فهرست نشوالى دى
له اداري فساد سره دمبارزې دځانګړي سکرتريت رييس وويل چې په روان کال کې دهغو مقاماتو کابو درې زره دوسې چې په فساد ککړ و، لوى څارنوالى  ته سپارلې شوې دي
دده په باور حکومت په راتلونکې کال کې هڅه کوي چې داداري فساد دقضيو دڅيړنې  په بهير کې په روڼتيا  سره زياتې هڅې وکړي
په دې غونډه کې په افغانستان کې دملکروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام ځانګړي استازي جوسي لين مسن څرګنده کړه چې دملګروملتو سازمان له اداري  فساد سره دمبارزې په کار کې له افغانستان  سره خپل ملاتړ اعلاموي
  ده له مدني ټولنې دولتي ادارو او دافغانستان له خلکو څخه وغوښتل  چې  له اداري فسادسره دمبارزې په کار کې  دې دحکومت ملاتړ وکړي
دده دڅرګندونو له مخې له اداري فساد سره مبارزه کولاى  شي دسولې او ثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په هرات ولايت کې  دخبريالانو  دستونزو او دخبريالانو  دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې دفعاليت دڅرنګوالي دڅيړنې په موخه نن دبهزاد نګارستان په تالاره کې يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسيمه ئيزو  ارګانونو دخپلواکې ادارې دملي امنيت دشورا او دخبريالانو فدراسيون  ګډ هيئت ، دخبريالى دبنسټونو ځينو مسوولانو اويوشمير خبريالانو او دسيمه ئيزو رسنيو مسوولانو ګډون درلود .
درسنيودخاوندانو  ترمنځ دهمغږى  او له خبريالانو سره دملاتړ په زياتوالي  په باندې ټينګار وشو .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين سيد اقا  فاضل سانچارکي په هرات ولايت کې دخبريالانو  د امنيت او مصوونيت دګډې کميټې لاس ته راوړنې وستايلې .او له خبريالانوسره دملاتړ دصندوق  جوړول يې ددغه بسنټ دلاس  ته راوړنو بيلګه وبلله .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا رووفيان خبريالان زياتې همغږى او يوبل منلو ته وبلل او درسنيو دخاوندانو دستونزو په څيړنه او حل  کولو کې يې دخبريالانو دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې  رول ارزښتناک وباله
دهرات ولايت مرستيالې او دخبريالانو دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې رييسې   مونسې حسن زاده وويل  ددغو کميټو  په ديارلسو غونډو کې په هرات ولايت کې  دخبريالانو په لسګونو موارده شکايتونه  څيړل شوي  او حل شوې دي
دهرات ولايت وياند جيلاني فرهاد هم ددغه هيئت  مهمه او اساسي موخه دخبريالانو  دستونزو څيړنه او حل کول وبلل ، دژورناليستانو دملي اتحاديې مسوول فهيم دشتي د امنيت او مصوونيت کميټه درسنيو  د ستونزو دڅيړنې يواځنۍ مرجع وبلله او ويې ويل چې دغه کميټه په مشخصې  کړنلارې  سره دافغانستان په څلورديرشو  ولايتونوکې فعاليت کوي او يواځې دهرات په ولايت کې ځينې ستونزې شتون لري .
دغه راز څو تنو خبريالانو درسنيو دخاوندانودلارې پرسر دپرتو ننګونو او خنډونو په باب خبرې وکړې .
ټاکل شوې ده دهرات ولايت له  خبريالانو څخه دامنيت او مصوونيت دګډې کميتې غړي انتخاب شي .
ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت له سفير  محمد رضا بهرامي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو او دغه راز ددواړو هېوادونو  دسرحدي کميسارانو دسفر ، ددواړو  هېوادونو دفرهنګي مرکزونو دجوړولو دتفاهم او بشپړولو، دافغانستان او ايران په ځينو ښارونوکې ددواړو هېوادونو داړوندو املاکو  او جايدادونو دموضوعګانو او ددوه اړخيزو سرحدي مسئلو په باب  خبرې وکړې
ډاکتر اديشه دهيلې په څرګندولو سره يادونه  وکړه چې په ايران کې دافغانستان په املاکو پورې داړوندو مسئلو دحل په برخه کې او دغه راز دافغانستان له اړوندو بنسټونو سره په همغږى  کې دهرات ولايت له واټ څخه ددغه هېواد دقونسلګرى دديوال دشاته کولو په برخه کې  همکاري وکړي .
  ختم_ عطاالله – اکرم


 

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي  معينې ميرمن عادلې راز نن په کابل کې  دتاجکستان له سفير  شرف الدين امام سره وکتل . 
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې ميرمن راز سيمه ئيزې همکارى  په سيمه کې دتيکاو  او داقتصادي  ودې مهم  عامل وباله او زياته يې کړه داسيا دزړه  دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه چې ټاکل شوې ده په راتلونکي ميلادي کال کې جوړه شي دسيمې د هېوادونو ترمنځ داقتصادي همکارى په برخه کې د ژمنو دنوي کولو لپاره يومناسب فرصت وي .
په مقابل کې  دتاجکستان سفير  سيمه ئيزې همکارى مهمې وبللې او داسيا دزړه دهېوادونو دراتلونکې  غونډې دجوړولو لپاره يې دخپل هېواد دتياري ډاډ ورکړ
دواړو لورو په دې کتنه کې ددوه اړخيزو موضوعګانو اوددغو دواړو هېوادونوترمنځ داقتصادي اړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله +_ اکرم

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولان وايي چې سبا به دکابل ولايت دپارلماني  انتخاباتو درايو دبياشميرنې بهير چې له څو ورځو راپديخوا ځنديدلى و ، بيا پيل شي .
داپه داسې حال کې ده چې دکابل ولايت داستازودمجلس  د انتخاباتو درايو دشميرنې بهير څلو ورځې کېږي  چې دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواکو کميسيونونو ترمنځ داختلافونو له امله ځنډول شوى دى .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دوياند مرستيال عبدالعزيز  ابراهيمي ددغې موضوع په اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل څلور ورځې کېږي چې دکابل ولايت دپارلماني انتخاباتو درايو دشميرنې بهير دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون داستازو دنه حاضريدو په خاطر ځنډيدلى دى .
که چيرې دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون کتونکي خپل کارته حاضر نه شي دانتخاباتو کميسيون به دکابل ولايت داستازو دمجلس دانتخاباتو درايودبيا شميرنې کار ددغه بنسټ له کتونکو پرته سبا پيل کړي .
ابراهيمي زياته کړه چې دکابل ولايت دپارلماني انتخاباتي  په باره کې ټول لازم معلومات هغوى ته  وړاندې شوي دي نور کومه پلمه شتون نه لري او له بده مرغه پرون او نن ټاکل شوې وه چې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون همکاران راشي خو هغوى حاضر نه شول او درايو دبيا شميرنې بهير بيا هم ځنډيدلى دى .
داپه داسې حال کې ده چې انتخاباتي کميسيونونودتيرې جمعې په ورځ دخپلو اختلافونو دحل کولو دموافقې خبرورکړ خو دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مسوولان ټينګار کوي که چيرې دانتخاباتو کميسيون دکابل ولايت داستازو دمجلس دانتخاباتو په باره کې ټول لازم معلومات له دوى سره  شريک نه کړي درايو  دباطلولو   تصميم به بدل نه کړي . 
دانتخاباتي بنسټ کتوونکو  هم دانديښنې  په څرګندولو سره  ټينګار کوي چې دانتخاباتي کميسيونونو ترمنځ دغه اختلافونه دپارلماني انتخاباتو دلومړنيو پايلو په اعلام کې دځنډ سبب شوي دي په داسې حال کې چې خلک  په بې صبري سره  ددغو انتخاباتو دپايلو اعلامولو ته سترګې په لاره دي
په داسې حال کې چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولانو تيره اوونۍ خبرورکړ چې  دڅوارلسو پاتې ولايتونو او دکابل ولايت دپارلماني  انتخاباتو لومړۍپايلې  به دروانې اوونۍ تر پاى پورې له خلکو سره  شريکې کړى شي .
  ختم- ف _ اکرم

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په ځوانانو دنشه يي توکو دناوړو اغيزو او له هغو سره دمبارزې په اړوند ، نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  له لوري له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو وزارت او دهېواد پوهنتون په همکارى ،په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه .
  دباختراژانس  دخبرله مخې،  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دنشه يي توکو دکارولو دزيانونو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې يوځوان دبل ځوان په اصلاح کولو کې مسووليت لري اوبايد ځوانان له هغو نورو ځوانانو سره چې په نشه يي توکو روږدي  دي  له روږديتوب  څخه دلاس اخستلو په  برخه کې ، له هغوى سره مرسته وکړي .
دځوانانو دچارو معين څرګنده کړه چې دنشه يي توکو  پرخلاف مبارزه يواځې دحکومت دنده نه ده بلکې ټول خلک  اوپه تيره بيا دهېواد ځوانان بايد په بېلابېلو بڼو په دې مبارزه کې ونډه واخلي . 
دغه راز له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو وزيرې  سلامت عظيمي  دنشه يي توکو دتوليدوونکو بوټو دکرکيلې ، توليد ، قاچاقو او کارونې دمخنيوي په لاره کې ددغه وزارت دطرحواو پروګرامونو په باب معلومات ورکړل . 
دې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو دمخنيوي په خاطر  دهېواددامنيتي ځواکونو هڅې وستايلې .
دغه راز په دې غونډه کې دهېواد پوهنتون رييس اميرګل  شاهي دعامې روغتيا وزارت استازي اويوشمير  نورو ويناوالو دنشه يي توکو  دکارونې دزيانونو او ناوړو اغيزو په اړوند خبرې وکړې .
هغوى په دې ترڅ کې چې دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې دهېواد دټولوخلکو همکاري ارزښتناکه وبلله په بېلابېلو بنسټونو  په تيره بيا په پوهنتونونو کې ددغې کرغيړنې  پديدې  دزيانونو او ناوړو پايلو په اړوند دپوهاوي ورکونې دپروګرام جوړول اړين وبلل .    ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دطالبانو په ډلې پورې اړوند يوه اندازه پاکستاني جنګي وسايل کشف شول .
ددغو جنګي وسايلو په تور دوه تنه ډار اچوونکي نيول شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  دغه جنګي وسايل  له پاکستان څخه ليږدول شوي وو او ددربابا  ولسوالۍ بازار ته څيرمه کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل چې له دغو جنګي وسايلو څخه په لسګونو پيکا ، کلاشينکوفونه او پاکستاني تومانچې کشف او ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
  ٣٣ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو  سيمو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
  دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په  ليږلو  سره ويلي دي چې  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دهېواد دفاعي ځواکونو   ١٥ ګډ پلان شوي چاڼيز  او يرغليز عمليات ،  ٩٩ کوماندويي دندې او يو هوايي ګوزار دتروريستانو دځالو دله منځه وړلو په موخه دهېواد په بېلابېلو  سيمو کې ترسره کړي او هوايي ځواکونه دملي اردو دځواکونو په ملاتړ ٨٢  الوتنې ترسره کړي دي چې له امله يې   ٣٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ١٩ تنه ټپيان  او ١٨ تنه نور نيول شوي دي .
دغه عمليات دهوايي قواوو په ملاتړ دهرات ، غزني  ، ننګرهار ،  کاپيسا ، لوګر ، پکتيا ، فراه ، سمنګانو،کندز ، زابل  او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي .   ختم_ عطاالله _اکرم

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په سمنګانو ولايت کې دپنځو ټولګټو پروژو دتطبيقولو  کار پيل شو .
دغه ټکى دجمهوري رياست دعملياتي او پرمختيايي واحدونو دڅانګې دهيئت رييس عبدالوهاب لنګري چې دغه ولايت ته سفر کړى دى  نن بيان کړ
دسمنګانو ولايت دمطبوعاتو مسوول محمد صديق عزيزي باختراژانس ته وويل چې دغه هيئت ددغه ولايت له مرستيال ، ښاروال او دحج او اوقافو  له رييس سره په خبرو کې څرګند کړ چې ټاکل شوې ده دغه پروژې په ايپک ښار کې ديوسلو پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت تطبيقې شي
لنګري  دخپلو سفر موخه يې د بنسټيزو ټولګتو پروژو  دموقعيت ،تثبيت او ټاکنه وبلل او ويې ويل چې په دغو پروژو کې  دايبکوښار  دشمال ختيځ په تفصيلي پلان سيمه کې دروغتيا په رياست  کې دښځينه او نارينه  دانتظار  ددوو خونو  ديو زرو پنځه سوه لمونځ کوونکو  په ظرفيت ديوه جامع جومات، يو دوه زره کسيز سالون او ديو ورزشي جمنازيوم  جوړول شامل دي .
ويل کېږي   هيئت دجومات  ساحه يې خط کشي کړ او دايبکو ښاروال ته دنده وسپارله  چې دنورو پروژو دساحو  دتثبيتولو  په برخه کې  له دوى سره همکاري وکړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

قلات باختر د لیندۍ ۱۸ مه
د زابل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ او د کابل ـ قندهار د لویې لارې په اوږدو کې  د افغان ځواکونو او وسله والو  طالبانو ترمنځ نښتې شوي چې  پر مهال  یې ۱۴ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې د دوو تنو قوماندانانو ملا جاوید او ملا عتیق الله په ګډون یولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

Page 1 of 7152