25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
په بغلان کې  نن دتاريخ تېرواو بې کيفته  درملو راټولول پيل شول .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې،  په دې پړاو کې غيرمجاز او تاريخ تېرو درمل دپلخمري ښار له درملتونونوڅخه راټولېږي  .
دبغلان دعامې روغتيا رييس ددغو غير معياري  اوغير روغتيايي تابليتونو په باب خبرې وکړې او له  اوسېدونکوڅخه يې وغوښتل چې ددغو درملو له کارولو څخه ډډه وکړي .
  ختم_  شکريه- اکرم

 

ښرنه/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ په سفیدار او پاڼ سیمو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د تېرې ورځې په نښتو کې دوه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي او یوه پیکا او دوه موټر سایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.پای/وصال


 

کابل/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د غزني د مرکز په ګډون د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیارلس وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر اژانس ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو  او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.پای/وصال

 

ګردیز/باختر/ د چنګاښ ۲ مه
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت د سید کرم، احمد ابا، جاني خېلو میرزکې او څمکنیو په مربوطاتو کې یې شپږ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه يیز خبریال ته وویل، چې یاد ماینونه د وسله والو طالبانو له لورې د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو، چې افغان ځواکونو له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړل.پای/وصال

 

کابل/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۹ ترهګر وژل شوي، ۸ سخت ټپیان شوي  او درې نور له وسله والومخالفينو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، دغه ترهګر په غزني، کندز، قندهار، هلمند، روزګان، بدخشان، بلخ، سرپل، کونړ او فراه  کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.پای/وصال

کابل/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لورې پیل شوي عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
چارواکي وايي چې یاد عملیات د ډاډمن امنیت او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولوپه موخه پیل شوي چې د پراخو لاسته راوړنو په درلودلو سره تېر ماښام پای ته ورسېدل.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مطبوعاتو مسوول محمد هارون یوسفزي د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په ترسره شویو عملیاتو کې  د نورګل ولسوالۍ مزار دره، مروره، سراول، سینزو، غونډۍ کلی او د بادینزو سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې.پای/وصال

 

جلال اباد/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې د ۲۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې.
د باختر اژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې، د یادو پروژو د رغولو چارې سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو ته د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل او د یو شمېر نورو ملکي ادارو د مشرانو د سفر پر مهال د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
میاخېل وویل، چې په دغو پروژو کې د ۱۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت یې د ۲۸ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې په خوږیاڼو او د ۹۵ میلیونو افغانیو په لګښت یې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو چارې په سره رود ولسوالۍ کې پیل کړې .
هغه وایي،په دواړو ولسوالیو کې د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د یو میلیاردو څلور سوه دیارلس میلیونو افغانیو په لګښت سلګونه نورې پروژې هم تر کار لاندې دي .
.پای/وصال

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د پکتيا ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د دوو تنو پوليسانو په ګډون اووه تنه ټپيان شول.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن د ګرديز ښار په مربوطاتوکې د سيد علي آغا د تيلو ټانک ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو يو رنجر موټر په يوه واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله يې د دوو تنو پوليسانو په ګډون اووه تنه ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دپيښې ټپيان د ګرديز ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي.
د روغتون د مسوولينو د څرګندونو له مخې: څلور تنه ټپيان چې حالت يې ډير خراب دى؛ کابل ته ليږدول شوي دي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د بغلان ولايت دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې نن د (بريښنا-١) په نامه د افغان امنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دکندز له ولايت څخه د بغلان ولايت ته د دتښتيدلو تروريستانو د ځپلو او په بغلان کې د تروريستانو د هر راز تحرکاتو د شنډولو په خاطر پيل شوي دي.
دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل قدرت الله اخلاق د څرګندونو له مخې: دغه عمليات په مشکوکو سيموکې پيل شوي دي او تراوسه پورې له کومې نښتې پرته دولس کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه د تروريستانو له شتون څخه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې د اړوندو ساحو تربيخي تصفيه کولو پورې دوام لري.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
دپکتيا ولايت په يوه واټ کې د ماين د چاودنې له امله يو پوليس شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال مديرخان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن غرمه دپکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو يو رنجر موټر د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د هغه د چاودنې له امله يو پوليس شهيد شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان د ګرديز ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو د څرګندونو له مخې، د ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

Page 4 of 767