25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د نشه يي توکو قضيې په سلو کې پنځوس زياتې شوي دي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه : دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٤مه نن د چنګاښ ٤مه د کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان ولايت کې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

د ٢٠٢ شمشاد ساحوي زون قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه کسان ددولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دائتلاف دځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي .

دغه راز دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ځاى پرځاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

دلغمان ولايت دحيدر خان ليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت دپوهنې دچارواکو له خوا کيښودل شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ ددنمارک ددانيدا موسسې په مرسته په يو پوړ کې په پاخه ډول جوړيږي .

په دې ودانۍ کې اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .

پوليسو نن دهاوان څلور ماينونه ، دکابل ښار دجلال اباد اډي په ساحه کې کشف او ترلاسه کړل .

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول وويل دغه مهمات دتروريستې عمل دترسره کولو په هدف ايښودل شوى و .

دکابل د ١٠١ اسمايې زون دقوماندانۍ پوليسو پرون په کابل ښار کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيوله .

دکابل د ١٠١ اسمايې زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ څه دپاسه يو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې دکابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې اړوند دسليم کاروان دښارګوټې په ساحه کې ايښودل شوى و د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاى شول .

په يوبل اقدام کې پوليسو پرون داوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دچاوديدونکو توکو دوه معمولي او دچاودنې اووه وسيلې ترلاسه کړي .

دموضوع په اړوند دپوليسو څيړنې دوام لري خو تراوسه پورې څوک نه دي نيول شوي .

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون دولس کيلوګرامه اپين ضبط کړل .

دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه اپين دوسايطو ضد له دوو ماينونوسره دکندهار ښار دديارلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

دخبرځاى د څرګندونو له مخې تراوسه پورې په پيښې پورې اړوند څوک نه دي نيول شوي .

دکورنيو چارووزارت د دوديزې لويې جرګي په امنيتي پلانونو دطالبانو دلاس رسي په باب د طالبانو د ډلې ادعا په کلکه ردوې . دطالبانو دغه ادعا بي بنسټه ده اوپه حقيقت کې دهغو ي درواني جګړې يوه برخه ده چې د دوديزې لويې جرګي دکار دګډوډولو او دبرخه والو دروحيي دکمزوري کولو په مقصد ترسره کيږي .

طالبان له څه مودي راپديخوا هلې ځلې کړي دي چې دجرګي کارګډوډ کړې چې ددوي دغه هلې ځلې به دافغان امنيتي ځواکونو له خوا دښو امنيتي تدبيرونو په نيولو سره شنډي شي .

دطالبانو دغه ادعا دهغو فشارونو زيږنده دي چې دامنيتي ځواکونو له خوا په هغوي اچول شوي دي اوطالبان له ناوړو تبليغاتو پرته بله لاره نه لري .

دکورنيو چارو وزارت دافغانستان دملي اردو او دملي امنيت دلوى رياست په ګډو هلوځلو سره د ځانګړو امنيتي تدبيرونو په نيولو سره ژمن دي چې ددغې سترې جرګي امنيت تامين کړې او په دې لاره کې له هيڅ راز قربانيو څخه ډډه ونه کړي .

دهلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ پوليسو پرون ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول .

دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دکشف آمرعبدالکريم دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دپوليسو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .

ده وويل له نيول شويو کسانو څخه له وسلو برسيره څلور ماينونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

ديوبل خبر له مخې دهلمند ولايت دګرشک په ولسوالۍ کې دايساف دځواکونو په هوايي عملياتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو .

دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دايساف دځواکونو له خوا دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې دملا قهرمان په نامه دطالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو.

ددولت دوسله والو مخالفينو دمهماتو يو ډيپو پرون په کندهار ښار کې کشف شو .

دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ډيپو د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له خوا دتصفيوي عملياتو په بهير کې دکندهار ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتو کې کشف شو .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې له دغه ډيپو څخه دوه توغندي ويشتونکې دتوغندي لس ماينونه ، دوه مخابري ، دکلاشينکوف دوه سوه ګولي ، دپيکا سل ګولۍ ، يو دوربين ، يولاسي بم ، سل بطري او يوه شمير تبليغاتي پاڼې او شبنامې شته چې د پوليسو له خوا ضبط شول .

نړيواله ټولنه دسوريې پرخلاف دعربي هيوادونو داتحاديې ( عرب ليک ) داقدام هرکلي وکړ .

دغي اتحاديي دسوريې غړيتوب ځنډولي دي او ددغه هيواد په حکومت يې بنديزونه لګولي دي ، ځکه دسوريې حکومت دحکومت دمخالفينو د مظاهرو ځپل نه دي بند کړي .

دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون په يوه خبرپاڼه کې دعربي هيوادونو داتحاديې دغه اقدام پياوړي اوزړه ور بللي دي .

امريکا ، اروپايي اتحاديه ، بريتانيا او فرانسې هم دعرب ليک ددغه اقدام هرکلي کړي دي .

کوريا د افغان _ کوريا د فنې او حرفوي زده کړو د مرکزو نو په پراختيا کې دشهيدانو ، معلولينو ، کاراوټولنيزو چارو له وزارت سره همکاري کوي

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته دشهيدا نو ، معلولينو ، کار اوټولنيزو چارو و زارت دخپرونو رياست دمعلو ما تو له مخې: دشهيدا نو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي نن په کا بل کې د کوريا له سفير سره دفنې او حرفوي زده کړو په برخه کې ددغه هيواد د همکاريو دپراختيا په اړوند و کتل .

په دې کتنه کې د کوريا سفير ډاډ ورکړ چې د افغان _ کوريا دفنې اوحرفوي زده کړو دمرکزونو په ترميم ، بيا جوړولو اوپراختيا ، د افغانستان په ولايتو نو کې دپنځو روزنيزو زونونو په جوړولو اود افغان _ کوريا دفنې او حرفوي زده کړو دمرکزونو ترمنځ دهمغږي په را منځته کولو کې همکاري کوي

Page 764 of 767