25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پيښور\ جيونيوز\  باختر دلړم دمياشتې ١١
دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله مسعود دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دامريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   په دغه بريد کې چې پرون دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ښار په پنځه کيلومترۍ واټن کې د دندې دريا خيل په کلي کې وشو
حکيم الله مسعود له دريو تنو  نورو سره ووژل شو.
دپاکستان امنيتي او استخباراتي مامورينو دحکيم الله مسعود  وژل کيدل تاييد کړي دي او دپاکستاني طالبانو يو جګپوړې مامور هم تاييد کړه  چې په دې هوايي بريد کې حکيم الله مسعود له خپل ساتونکې ، موټر چلوونکې او له خپل   تره سره وژل شوى دى .
دطالبانو يو بل قوماندان وويل :  چې د ده دجنازې مراسم  نن   پرځاى کيږي.
دپاکستاني طالبانو د تحريک له خوا  له شپږو کلونو تاوتريخوالي وروسته چې
له امله يې په  زرګونو  تنه عسکر،  پوليس او ملکي وګړي ووژل شول.
دپاکستان حکومت له طالبانو سره دخبرو غوښتنه کړې ده .
حکيم الله چې څه ناڅه څلور ديرش کلن و  له ٢٠٠٩ کال داګست په مياشت کې ديوې  بې پيلوته الوتکې په بريد کې دپاکستاني طالبانو د تحريک دبنسټ ايښودنکې بيت الله مسعود له  وژل کيدو وروسته ددغې ډلې مشر شو  په ٢٠١٠ کال کې هم دحکيم الله مسعود دوژل کيدو خبر ورکړ شوى و خو وروسته رد  شو.

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠

دسولې دشهيد، دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت دمشر، دافغانستان داسلامي دولت دپخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا د رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دشهادت د دويم تلين په مناسبت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام :

ګرانو هيوادوالو، خو يندو او ورونو :

دوه کاله مخکې د ١٣٩٠ هجري لمريز کال د وږي دمياشتې په نهه ويشتمه نيته دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت لارښود، دافغانستان داسلامي جمعيت مشر، دافغانستان داسلامي دولت پخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دتور زړو تروريستانو په واسطه ديو ځانمرګې بريد له امله چې دسولې دمرکچې په جامعه کې د ده کورته غوښتل شوي و،  شهيد کړى شو .

په دې مناسبت دخپلې ډيرې  ژورې ډاډ ګيرنې او خپګان مراتب د ارواښاد کورنۍ او دافغانستان خلکوته وړاندې کوم او دلوي خداي(ج) له دربارڅخه دغه ارواښادته دفردوس جنت هيله کوم.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې دافغانستان  د خلکو دجهاد او مقاومت کاروان په پوره  درايت سره رهبري کړ.

دى په خپل ژوندانه کې تل دافغانستان د مجاهدو خلکو ترڅنګ و دريد او دهيواد داتلو مجاهدينو لښکر يې د وخت دشوروي اتحاد داشغالګراننو پرخلاف دبرياليتوب  په لور رهبري کړ.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دجهاد له برياليتوب وروسته دهيواد مشرتابه ته ورسيد او دغه ماموريت ته يې دلنډ مهالې ادارې دکار ترپيل  پورې دوام ورکړ.

شهيد استاد کله چې دبن دبهير په نتيجه کې وپتيل شوه چې په افغانستان کې لنډ مهاله اداره جوړه شي د افغانستان په تاريخ کې په يوه سوله ييزه ليږدونه کې ، دهيواد له مشرتابه څخه ګوښه شو. خو په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو لپاره يې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ  تر دې چې په دې لاره کې شهيد شو.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني يو متفکر، متواضع ،سوله غوښتونکې او خير غوښتونکې شخصي و او دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې يې سولې او ثبات د رسيدو، اسلامي حکومت او نظام او د ټولنيزې سوکالۍ په لاره کې دافغانستان دخلکو له روان داعي څخه تير نه شو او هغه يې مديريت کړه.

دى  په داسې حال کې چې په وروستۍ ماموريت کې ، غوښتل په هيواد کې دسولې دتامينولو لپاره کار وکړى  او دافغانستان دسولې دعالي شورا رهبري يې په غاړه لرله شهيد شو او خپل ګران هيوا ته د سولې او امنيت دستنيدو آرمان يې له ځان سره  يووړ.

دافغانستان خلک دهغه نه شتون په اوسنيو شرايطو کې چې افغانستان لا تراوسه پورې په نا آرامۍ او جګړه کې ښکيل دى ، يوه ستره ضايعه بولي.

د ده په شهادت سره دافغانستان خلکو يو ستر مصلح پوه مشر او فاضل شخصيت له لاسه ورکړ.

يو ځل بيا ددغه ستر شهيد او دګران هيواد دټولو شهيدانو دخاطر درناوى کوم او د ده او دافغانستان دټولو سور کفنو شهيدانو پاک روح ته دعا کوم.

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانوترمنځ نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

  دکندز ولايت دامام صاحب ولسوال امام الدين قريشي دباختراژانس خبريال ته وويل، په هغې جګړه کې چې تيره شپه دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دامام صاحب ولسوالۍ په هجران کلي کې  ونښته څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور وسله وال طالبان  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .

 دامام صاحب ولسوال زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه تنه سيمه ئيز پوليسان هم ټپيان شوي دي .

 دغه راز په يوه بله پيښه کې يو سيمه پوليس دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې  ديو ناپيژندل شوى وسله والو موټرسايکل سپاره له خوا په ډزو سره شهيد  کړى شو .

 دامام صاحب دولسوال دڅرګندونو له مخې،  په دغه سيمه ئيز پوليس نن دامام صاحب ولسوالۍ په ګل ټيپې کلي کې  هغه وخت  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ناوړه  بريد وشو چې له امنيتي پوستې  څخه خپل کور ته روان و .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

  دکابل ښار په پنځمې ناحيې پورې اړوند په ديوان بيګي او باغ داود کې له شپږ سوه پنځوسو راستنو شويو ميشتو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

 دمهاجرينو دراستنولو دچارووزارت دبيړنيو حالاتو رييس مهر خدا صبار نن باختراژانس ته وويل، دغه مرسته ددغه وزارت دمشرتابه هيئت په غوښتنه دسعودي عربستان د حيت الغاثيه  ددفتر له خوا په شپږ سوه پنځوسو بې وزلو کورنيو وويشل شوه .

 صبار وويل چې په هرې کورنۍ دغنمو لس کيلواوړه، پنځه کيلووريجې ، دوه کيلو بوره ، دوه کيلو غوړي او يوه کيلو خرما وويشل شوه .

  صبار وويل دغه راز داسلاميک ريلايف  موسسې هم دمهاجرينو دراستنولو دچارووزارت بلنه منلې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي اوونۍ کې ددغې موسسې له خوا دکابل ښار ځينو ساحو کې په يو زروپنځه سوه بې ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو د خوراکي توکو دويش کار پيل شي.

 ده وويل په هرې کورنۍ  دغنمو پنځوس  کيلواوړه ، پنځه کيلو غواړي ، لس کيلو وريجې ، يوه کيلو چاى ، درې کيلوبوره  او يوه کيلوخرما  وويشل شوه .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن دکابل ولايت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې ترسره شو درې تنه عام وګړي ټپيان شول .

 دکورنيو چارووزارت دويندوى مرستيال نجيب الله دانش باختراژانس ته وويل ځانمرګي يرغلګر له سرمه يي رنګه کرولا ډوله موټر څخه په استفادې سره چې غوښتل يې دميربچه کوټ له ولسوالۍ څخه تير شي دپلټنې دپوستې  دشک وړ وګرځيد او په خپل موټر کې ځاى پرځاى کړي شوي  چاوديدونکي توکي يې وچول .

 ده وويل دغه پيښه دميربچه کوټ ولسوالۍ  دپل صوفيان په ساحه کې رامنځته شوه اوله امله يې يواځې ځانمرګي يرغلګر ووژل شو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى

 دانش وويل : درې تنه ملکي وګړي چې ټپيان شوي دي  ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 دجوماتونو اوتکيه خانو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې په جګړو کې له ښکيلو اړخونو په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دى له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي چې خلک په امن فضا کې په خپلوعباداتو لاس پورې کړي .

 په دغوخطبو کې  دغه راز په دې مبارکه مياشت کې دقران عظيم الشان دتلاوت او له بې وزلو کسانو سره دمرستې دښيګڼو او دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونواو حکمتونو په باب  خبرې  وشوې او له شتمنو کسانو او سوداګرو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلواو اړو کسانو سره مرسته وکړي .

 دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو د خبر له مخې، خطيبانو او ملا امامانو، لمونځ کوونکي  ورورولي او اخوت ته وبلل او دروژې  نيولو تر څنګ يې دتراويحو دلمنځونو اداکول ، دقران عظيم الشان تلاوت ، له اړو او بې وزلو کسانو او کورنيو سره مرسته  يې دمسلمانانو ښه خصلتونه وبلل .

 دغه راز په خطبو کې په هيواد کې په جګړو کې له ښکيلو لورو او په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل شول چې په واټونوکې دماينونو له ښخولو ، ځانمرګو بريدونو ، په امنيتي ځواکونو له بريد او له هر راز تاوتريخوالي څخه چې دخلکو دځورونې او مرګ ژوبلې سبب کيږي ډډه وکړي او پريږدي چې زموږ خلک په دې مبارکه مياشت کې دامن په فضا کې په عباداتو لاس پورې کړي .

 دغه راز له ملي سوداګرو او شتمنو کسانو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلو اواړو کورنيو سره  مرسته وکړي چې هغوى هم وکولاي شي دروژه ماتې لپاره خواړه برابره کړي .

  په دغو خطبو کې  دخوراکي توکو له پلورونکو او له ملي سوداګرو څخه هم وغوښتل شول چې دخلکو داړتياوړ توکو په وړاندې کولو  کې دې داعتدال  لاره غوره کړي او کمه ګټه او زيات برکتونه  په خپل ژوند او مال کې شامل کړي .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه

د افغانستان د طالبانو په باب د پاکستاني پوځ له نظره د هغه هېواد یوه پخواني متقاعد برید جنرال په کم ساري ډول پرده پورته کړې ده. د نیوز په ورځپاڼه کې متقاعد پاکستاني برید جنرال صدیقي د پخواني ولسمشر او پوځي مشر جنرال پرويز مشرف له خولې لیکلي چې افغان طالبان د پاکستان د پوځ لپاره چمتو ځواک دی چې تل یې کارولی شي.

د پرويز مشرف له خولې دا هم ویل شوي دي چې افغان طالبان د پآکستان د پوځ د ګټو لپاره په هر مناسب وخت کې کاریدلی شي او دوی یې د هند پر ضد هم د اړتیا پر وخت کارولی شي. متقاعد پاکستانی برید جنرال دا هم وایي چې پرویز مشرف منله چې طالبانو افغانستان خراب کړی خو د پاکستان د پوځ لپاره ستراتیژیک احتیاطي ځواک دی چې د اړتیا پر وخت یې کارولی شي. پرویز مشرف اوس په پاکستان کې د بیلا بیلو جنایي او سیاسي قضیو له امله نظر بند دی.

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه

ایمل فیضي وایي چې پاکستان په قطر کې د طالبانو د سولې د خبرو په بهیر کې په بشپړه توګه ښکیل دی او دا چې امریکا پوهیږي چې د طالبانو مشرتوب په کوم ځای کې میشت دى نو کولای شي چې هغوی د سولې له عالي شورا سره خبرو ته کښینوي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر اړوند ټول اسناد له امریکایانو سره موجود دي. قیضي ادعا کوي چې د دغه دفتر د پرانیستل کیدو نیټه هم پخپله امریکایانو ټاکلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز دوبینز، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا به یوې استماعیه غونډه که وویل: «هدف دا نه دی چې موږ خپله د سولې خبرې اترې پر مخ یوسو بلکې هدف د یوه افغاني بهیر پر مخ بیول دي. داسې یو بهیر چې په ترڅ کې یې د یاغیانو او د سولې د عالي شورا تر منځ چې د افغان دولت له خوا جوړه شوې ده خبرې وشي.»

د افغانستان دولت، په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته، د دغه دفتر د پرانیستل کیدو د څرنګوالي له کبله سخت په غوصه شو. طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه او خپل بیرغ ځړولی وو.

افغان حکومت وایي چې دامریکا متحده ایالات کولای شي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره طالبان د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره خبرو ته اړ کړي. فیضي وویل: «امریکا په دې پوهیږي چې د طالبانو مشرتوب په کوم ځای کې دى. همدا طالبان چې قطر ته لاړل، له کومې الوتکې څخه یې کار اخیستی وو، او کوم پاسپورتونه او ویزې یې لرلې؟

د رویترزد خبري آژانس په حواله جیمز دوبینز ویلي دي چې تمه نه لري چې د افغانستان د سولې خبرې اترې په یوې لنډې موده کې پایلې ولري: «موږ ډاډه نه یو چې دغه خبرې اترې به د راتلونکي کال تر پایه پورې پیل شي. دا څرګنده خبره ده چې موږ اجازه نه ورکوو چې دغه موضوع موږ له خپلو نورو لومړیتوبونو څخه په شا کړي.»

افغان حکومت چې له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کوي، د قطر د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته، له دې کبله چې احساس یې کاوه له دې بهیر څخه بهر پاتې شوی دی، سخت اندیښمن شو.

د افغان ولسمشر ویاند وویل: «پاکستان په دغو کارونو کې [د قطر بهیر] په بشپړه توګه ښکیل دی. که په خلاصه توګه وویل شي، آدرس روښانه دى چې [د سولې خبرې] باید له کوم ځایه پیل شي.»

فیضي زیاته کړه: «موږ باید فکر و نه کړو چې طالبان یوه خپلواکه او خودمختاره ډله ده او خپله مستقل مشرتوب لري. دوی داسې څیرې دي چې د نورو هیوادونو د استخباراتو له لارې د وسیلو په توګه کارول کیږي. طالبان د یوه مستقل عنصر په توګه مطرح نه دي.»

د امنیتي تړون پر سر اختلاف

دويچه وله زياتوى

په قطر کې د طالبانو د دفتر په سر د کابل او واشنګټن تر منځ تر اختلافاتو وروسته، ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې ودرولې. تر دې وروسته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل چې اوس امریکايي چارواکي د «صفر امکان» یا تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو پر امکان هم فکر کوي.

دوبینز وویل چې د «صفر امکان» له بربنډونې سره امریکا غواړي پر افغان حکومت باندې فشار راوړی. هغه زیاته کړه: «زموږ سرتیري به په افغانستان کې یو هوکړې ته تر رسیدو پرته پاتې نه شي. خو موږ ډاډه یو چې زموږ د خبرو اترو احتمالي پایله به دغه شان یوه هوکړه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایمل فیضي وايي چې دا هر څه په دې معنی نه دي چې امریکا وشي کولای په خپلو راتلونکو احتمالي اډو کې میشتو ملکي او پوځي کارکوونکو ته مالیاتي معافیت او له ویزې پرته د سفر اجازه وغواړي، خو که «افغانستان د پاکستان له برید سره مخامخ شي بیا ووایي چې دا له پاکستان سره ستاستو خپله او کورنۍ ستونزه ده.»

د ولسمشر کرزي د ویاند په خبره د کابل او واشنګټن تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون په نهمې ماده کې راغلي دي چې که افغانستان د یوه بل هیواد له برید سره مخامخ شي نو امریکا د کابل په مشورې د پوځي اقداماتو په ګډون په لازمو اقداماتو لاس پورې کوي.

فیضي وویل: «خو موږ د دې خبرې شاهدان وو چې په تیر یو نیم کال کې کله چې د پاکستان له خوا پر افغانستان باندې د توغندیو بریدونه کیدل او افغانستان په روښانه ډول د پاکستان تر برید لاندې و، امریکا نه یوازې دا چې په کوم اقدام لاس پورې نه کړ بلکې په دې اړه رپوټ یې رد کړ او په ځینو مواردو کې یې هغه شایعه وبلله.

حيدر اباد باختر دچنګاښ يوويشتمه :

  دپاکستان خبري منابعو ددغه هيواد په حيدر اباد ښار کې دڅه ناڅه دريو پرله پسې چاودنو خبر ورکړى دى .

 دپاکستان د دي ډان ورځپاڼې دخبر له مخې، دغه چاودنې نن سهار وشوې چې هدف يې داوسپنې يوه پټلۍ  او ديو امنيتي مقام دفتر و .

 تراوسه پورې ددغو چاودنوله امله داوښتو زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى خو ديوجومات  دچت دنړيدو په ګډون زيات مالي  تاوانونه اوښتي دي له دغو چاودنو وروسته له کراچۍ ښار څخه دپيښور ښار ته داور ګادو خدمتونه ځنډول  شوي دي اومسووليت يې  چاپه غاړه نه دى اخستى .

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي دايران داسلامي جمهوريت دقضايه قوې درييس آيت الله  صادق لاريجاني په رسمي بلنه نن ديو جګپوړي عدلي او قضايي هيئت په مشرۍ له کابل څخه تهران ته روان شو .

 دباختراژانسدخبر له مخې .  دغه درې ورځنۍ سفر ددواړو دولتونو ترمنځ دپخوا لاسليک شويو حقوقي او قضايي تړونونو په چوکاټ کې دحقوقي او قضايي همکاريو دپياوړتيا په باب دخبرو په مقصد کيږي او ټاکل شوې ده قاضي القضات دايران داسلامي جمهوريت دقضايه قوې له مقاماتو سره په کتنه کې ددواړو هيوادونو دملي قوانينوپه رعايتولو سره دمتقابلو همکاريو او له جرمونو اوجنايت سره دګډې اوهمغږۍ  مبارزې لارې چارې وڅيړي او په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو دحقوقي او قضايي ستونزو دحل کولو په لاره کې خبرې وکړي .

 له قاضي القضات سره په دې سفر کې دلوى څارنوالۍ مرستيال نور حبيب  جلال ، دعدليې وزارت مسلکي معين سيديوسف حليم ،دقضايه قوې دادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي ، دکورنيو چارو وزارت دجيلونو لوى رييس امير محمدجمشيد ،دبهرنيوچارو وزارت ددويمې سياسي څانګې درياست مرستيال احمد هارون نجم پوراو ددغه وزارت دقونسلي چارودرياست مرستيال معاذ الله دولتي ملګرتيا کوي .

Page 10 of 767