کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
په غزني ولايت کې دوسله والو طالبانو اوپه حزب اسلامي پورې داړوندو کسانو ترمنځ نوى نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه نښته تيره شپه داندړو لسوالۍ په کنسف سيمه کې شوې ده.
دغزني ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اوپه حزب اسلامي پورې اړوندو کسانو ته زيان نه دى اوښتى .
دعزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو اود ګلبدين حکمتيار په مشري حزب اسلامي دافرادو ترمنځ نښتې له يوې اوونۍ را په دى خوا زور اخيستى دى. ددغې نښتې له امله دواړو لورو ته دسرزيان اوښتي دي.
دسيمې داوسيدونکو دڅرگندونوله مخې، دغه جګړې دلوړتيا غوښتنې اوله خلکو څخه دجزيې دراټولولو لپاره دزياتو ساحو دنيولو په خاطر پيل شوي دي
٥٣-کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
دملي دفاع وزارت په وړانديز او دجمهوري رياست په منظوري ددغه وزارت په مربوطاتو کې دغه ټاکنې شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان پلي تورنجنرال عبدالخالق دتورنجنرال په کادر دوسله وال پوځ دستر درستيز ددرستيزوال په توګه .
دځمکنيوقوتونودقوماندانۍ مرستيال توپچي تورنجنرال محمدشريف يفتلي دتورنجنرال په کادر د ٢٠٣ تندر قول اردودقوماندان په توګه .
دکادر او پرسونل درياست داحتياط فعال افسر دمخابري تورنجنرال محمدحبيب دتورنجنرال په کادر دستردرستيز دښوونې او روزنې او ددکتورينو دقوماندان په توګه .
ددفاعي پوهنتون قوماندان جهادي تورنجنرال تاج محمددتورنجنرال په کادر د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان په توګه .
دستر درستيز دښوونې او روزنې او ددکتورينو قوماندان زغروال تورنجنرال امين الله دتورنجنرالي په کادر ددفاعي پوهنتون دقوماندان په توګه .
د٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال شهزاده دتورنجنرال په کادر دځمکنيو قوتونو دقوماندانۍ دمرستيال په توګه .
دگډواپراسيونونو په چارو کې دځمکنيو قوتونو دلوى قوماندانۍ مرستيال پلي تورنجنرال نعمت الله دتورنجنرال په کادر دستر درستيزدښوونې اوروزنې او ددکتورينو دجوړښت درييس په توګه .
دستردرستيز دښوونې او روزنې اوددکتورينو دجوړښت رييس پلي تورنجنرال محمدمعين دتورنجنرال معادل په ملکي کادر دملي دفاع وزارت دپاليسي اوستراتيژي دمعاونيت ددفاعي پاليسي درييس په توګه.
دکادر اوپرسونل درياست داحتياط فعال افسر سياسي بريدجنرال دادان دبريدجنرال په کادر د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمي لوا دقوماندان په توګه.
د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا قوماندان سياسي توپچي بريد جنرال داودشاه دبريد جنرال په کادر د ٢٠٧ ظفردقول اردو ددريمې لوا دقوماندان په توګه .
دملي دفاع وزارت دپاليسي اوستراتيژي دمعاونيت دستراتيژيکي پلان جوړولو درياست دداخلي امنيت مدير پلي ډګروال خيرمحمددبريد جنرال په کادر د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا دقوماندان په توګه .
دکادر اوپرسونل درياست داحتياط فعال افسر دانجينري بريد جنرال ثناالحق دبريد جنرال په کادر دننګرهار ولايت دوسلو دراټولولو دزون (داياک) دمسوول په توګه
دکابل د ١١١ فرقي دپلټنې مدير توپچي ډګروال امان الله دبريد جنرال په کادر د ٢١٥ قول اردو دڅلورمې لوا دقوماندان په توګه .
دملي دفاع وزارت دتکنالوژي اودلوژستيک دتاميناتو دمعاونيت دلوژستيک درياست دپاليسي اورپوټ ورکولومديرسياسي ډګروال حبيب الله دبريد جنرال په کادر دستردرستيز دکادر اوپرسونل درياست دپلان جوړولو دمرستيال په توګه .
دملي دفاع وزارت داحتياط دځواکونو دچارو دمعاونيت د ٢٠٩ شاهين قول اردو دسمون او ارتباط لوى مدير ډګروال عبدالغفار دبريد جنرال په کادر دکونړ ولايت دهمغږي دمرکز دآمر په توګه .
دملي دفاع وزارت دټولنيزو پارلماني او دعامه چارو داړيکو درييس ددفتر آمر ډګروال محمدرادمنش دبريد جنرال په کادر دملي دفاع وزارت دکشف اواستخباراتو دمعاونيت دستراتيژي دتحليل اوتجزيي درييس په توګه.
پاي \ف\ ذ
کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
وسله والو طالبانو دکاپيساولايت په تګاب ولسوالۍ کې دفرانسوي ځواکونو په يوې پوځي اډې وسله وال بريد وکړ.
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه بريد دطالبانو له خوا دتوغندي له توغولو وروسته ترسره شو خو مسوولين وايي چې ددغې پيښې له امله دناټو عسکرو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
دکاپيسا ولايت دملي امنيت يو تن چارواکي باختراژانس ته وويل چې دغه بريدنن له غرمي مخکي ديوولسو بجو په شاوخوا کې پيل شو اويو ساعت يې دوام وکړ.
ده وويل په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته دسرزيات زيان اوښتي دي خوطالبانو له رسنيو سره په اړيکه کې ادعا کړې ده چې ددغه بريد په بهيرکې يې څوتنه فرانسوي پوځيان وژلي دي .
په همدې حال کې دکاپيسا والي محراب الدين صافي باختراژانس سره په اړيکه کې دفرانسوي ځواکونو په اډې دطالبانو پراخ بريد رد کړ او ويې ويل چې دجګړه مارانو له خوا يوازې څو توغندي په دغې اډې توغول شوي دي چې دسرزيان يې نه دى اړولى
کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
په پکتيا ولايت کې دافغان اودايتلاف دځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه عمليات تيره شپه له هغه وروسته ترسره شول چې وسله والو طالبانو داريوب ځاځي په ولسوالۍ کې دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
دپکتياولايت يوتن چارواکي حشتمت الله يوسفي باختراژانس ته وويل په دې نښته کې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي اوددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.